د طالبانو يو کلنه واکمني او د ارزګان پر خلکو یې اغیز

اطلاعات روز: نن د اګست ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو بیا ځل واکمنیدو یو کال پوره کېږي، دوی په تېر یوه کال کې پر دې نه دي توانیدلي چې د نړۍ قناعت حاصل کړي او حکومت یې په رسمیت وپیژني؛ خلک هم تر ډیره خوښ نه بریښي وایي چې د طالبانو راتګ سره د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

خلک وايي، که څه هم د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوی خو زياتوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته يې ژوند له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او وایي چې د شپې تيريدو ډوډۍ هم نه لري.

اهلوالله چې د ارزګان د ترينکوټ ښار اوسيدونکی دی زياتوي چې د تیر يوه کال راهیسې يې ژوند له کړاوه ډک شوی او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی.

نموړی وایي، چې په تيرو وختونو کې يې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره په ورځنۍ مزدورۍ ډوډۍ پیدا کوله خو زياتوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته ورته روز مزدوري هم نه پیداکيږي او ژوند يې له ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وویل:«امنيت اوس ښه شوی خو ستونزه داده چې ډوډۍ نه پیداکيږي زه ۹ اولادونه لرم پخوا به لا ښه و، په بازار کې به مې مزدوري کوله خو اوس ولاکه هيڅ مزدوري پیداکيږي هره ورځ ښار ته ورځم ولاکه مې يوه ورځ هم مزدوري پیداکړي وي.»

د ارزګان یو تن اوسیدونکی چې د اقتصادي ستونزو سر ټکوي وایي کار روزګار نشته

روزخان بیا په ترينکوټ ښار کې برقي سامان الات پلوري وايي، چې اوس امنيتي وضعيت کې بدلون راغلي او د پخوا په پرتله ښه شوی خو جنايي جرمونه زيات شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې ډيرې داسې ورځې راځي چې په ښار کې جنايي پيښې په ځانګړې توګه غلاوې ترسره کيږي.

هغه وايي، چې خلک د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې جنایي جرمونه ترسره کړي.

د روزخان په خبره، که طالبان په افغانستان کې د خلکو اقتصادي حالت ته پاملرنه وکړي د غلاوو او نورو جنايي جرمونو کچه به ورسره ورک شي.

ده وویل:«پخوا مو ورځینی کار زيات کيده اوس خلک اقتصادي ستونزې لري پیسې يې نشته سوداګري نه کيږي غلاوې ډيرې شوي ځکه خلک هيڅ شی نه لري بل کار يې نشته بس غلا ته يې ملا تړلې  حکومت باید د خلکو اقتصادي حالت ته پاملرنه وکړي ترڅو غلاوې کمې شي.»

ارزګان کې د برقي سامان الاتو پلورونکي وایي، جنګ نشته خو په ښار کې جنایي پیښې ډیرې شوي او غلاوې ډیرې کېږي

غلاصديق چې په تير جمهوري حکومت کې يې په يوه دولتي اداره کې دنده ترسره کړې وايي، که د طالبانو حکومت دغه ډول دوام وکړي لېرې نه ده چې خلک به يې پر وړاندي راپورته شي.

هغه زیاتوي، که طالبانو غواړي چې حکومت يې دوامداره شي باید په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ټولنې مهمو اشخاصو ته ونډه ورکړي.

نوموړي وويل، که طالبان يو ټولشموله حکومت جوړ کړي له يوې خوا به يې نړۍ په رسميت وپيژنې او له بلې خوا به داخلي مشروعیت پیداکړي.

هغه وايي:«دنده مې پريښودله د طالبانو حکومت دغه ډول دوام نه کوي لکه اوس چې روان دی اوس هم د خلکو سره ظلم کيږي ټول شموله حکومت نشته طالبان باید ټول شموله حکومت جوړ کړی چې هم نړۍ ته د باور وړ وي او هم داخلي مشروعيت پیداکړي.»

پخوانی دولتي کارمند وایي، که طالبان دغه ډول روان وي نو، لېرې نه ده چې خلک به یې پر وړاندې را پورته شي

دغه راز د ارزګان یو بل اوسیدونکی حاجي سيدولي بیا د طالبانو پر حکومت نيوکه کوي چې په ښوونيزه برخه کې یې په هغه ډول کار نه دی کړي چې ورته اړتيا ليدل کيږي.

نوموړی وايي، لاهم په دغه ولايت کې ګڼ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي او زيات شمير زده کوونکي له زده کړو محرومه پاتې دي.

هغه زیاتوي، په تېرو جګړو کې ويجاړ شوي ښوونځي ودانۍ نه لري او په خبره یې چې لاهم ډير زده کوونکي تر شنه اسمان لاندي زده کړي کوي.

ده وویل:«ښوونځي بند دي موږ هيله درلوده چې په لېرې پرتو سيمو کې به ښوونځي خلاص شي اوس خو امنيت دی خو په ډيرو سيموکې زده کوونکي زده کړو ته لاس رسی نه لري باید د ښوونځيو لپاره نوی ودانۍ جوړي شي.»

اسدالله د نورو خبرو ترڅنګ له طالبانو حکومت څخه د بیارغونې په برخه کې د نيمګرو پروژو د بشپړيدو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي، د تير حکومت څخه پاتې شوې نيمګړې پروژې باید بشپړې شي.

د ده په خبره، طالبانو ته په کار ده چې د بیارغونې په برخه کې کار وکړي ترڅو له يوې خوا ورسره بيروزګاره خلک په کار شي او له بل پلوه په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې کار وشي.

نوموړي زیاته کړه:«طالبانو خو دادی يو کال تير کړ دوی دې د بیا رغونې پروژې چې اوس نيمګړې پاتې دي بشپړې کړي هم به خلکو ته کار پیداشي هم به د بیارغونې په برخه کې کار شوی وي.»

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې ريیس مولوي حقنما هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې په يو شمير سيمو کې ماشومان زده کړو ته لاس رسۍ نه لري او د ګڼو نورو ښوونځيو ودانۍ ويجاړې پرتې دي.

د طالبانو په واکمني د یونیسف له لوري زده کوونکو سره د بیلابیلو درسي توکو مرسته

هغه له نړيوالو موسېساتو څخه په دې برخه کې غوښتنه کوي چې له دوی سره همکاري وکړي او دتخريب شویو ښوونځيو ودانۍ ورته ورغوي.

نموړی زیاتوي، تر ۳۲ پورې داسې ښوونځي اوس هم شته چې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې ترشنه اسمان لاندي زده کړې ترسره کوي.

حقنما زیاته کړه:«په ځينو سيمو کې ښوونځي تړلي دي لامل يې دادی چې د ښوونکو ترتيب نه وي برابر يا زده کوونکي نه وي خو موږ ډيرې ښوونځي ودانۍ نه لري اوس هم تر شنه اسمان لاندې ماشومان په زده کړو بوخت دي باید دلته د ښوونځيو ودانۍ جوړې شي د ۳۰ څخه تر ۳۲ پورې ښوونځي په مرکز او ولسواليو کې ودانۍ نه لري.»

۱۵ د اګست ورځې په مناسبت ارزګان ترینګوټ ښار کې د طالبانو تیاری

ورته مهال ارزګان ولايت کې د طالبانو د والي وياند مولوي ولي جان پوهنيار وايي، دوی د خلکو د اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره بېلابېل پرګرامونه ترلاس  لاندې لري چې په پلي کولو سره به یې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
نموړی زیاتوي:«موږ دوې غټې پروژې لرو چې په هغه سره به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او ډير خلک به په کار شي.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې په خپل راپور کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان اقتصاد په بې سارې ډول رالویدلی دی.

نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو او طالبانو د دې ورځ لمانځلو په موخه په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.