اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يوې څلور کلنې نجلۍ د اوبو برمې ته د لویدلو له امله ساه ورکړې ده.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض وايي چې ياده نجلۍ تيره ورځ (دوشنبه، ۲۴ د زمري) د نادعلي ولسوالۍ په «شاول» سيمه کې ۲۵ متره برمې ته لويدلي وه.
نموړی زیاتوي، که څه هم نجلۍ یې د برمې څخه ژوندۍ ژغورلې وه خو، روغتون کې یې ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې هم يو دوه کلن ماشوم د اوبو برمې ته لويدلي و چې وروسته ژوندی وژغورل شو.
که څه هم طالبانو خلکوته خبر ورکړی چې د خپلو سرلوڅو څاګانو سرونه دي پټ کړي خو لاهم په جنوبي ولايتونو کې دغه ډول پيښې په پرله پسي ډول تکراريږي.
په جنوبي ولایتونو کې د وچکالۍ له امله خلکو د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره ډیرې برمې وهلي دي.