افغانستان کې د تېرې اوونۍ سېلابونو د ۶۱ کسانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پروان، کاپیسا، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو کې سخت سیلابونه راوتلي دي.

پروان کې سیلابونو تر ټولو زیات تلفات اړولي ۲۹ تنه مړه شوي  او ۹۲ نور ټپیان دي.

د شمېرو له مخې، د وروستيو سېلابونو له امله په کاپيسا کې پنځه تنه، ننګرهار کې څلور، غزني کې پنځه، پکتيا کې نهه، میدان ورکو کې پنځه او په لوګر کې څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني وايي، وروستیو سېلابونو سلګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سړکونه ویجاړ کړي دي.

دغه وزارت ویلي هڅه کې دي چې د سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

سږ کال په افغانستان کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه خلکو اړولي دي.  په ورته وخت کې دغه هېواد د وچکالۍ له بحران سره هم مخ دی.