د طالبانو یو کلن مزل؛ هیواد کې اقتصادي ستونزې اوج ته رسېدلي

اطلاعات روز: د جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو په رسېدو هیواد کې د نورو ستونزو ترڅنګ د خلکو اقتصادي وضعیت هم خورا اغیزمن شوی او ځینې یې د ماشومانو او د کور توکو خرڅلاو ته اړ شوي دي.

د نورو ولایتونو سربېره په سویل ختیځ زون کې هم خلک له ورته مشکلاتو سره مخ دي، بې روزګاري او په دولتي ادارو کې ځوانانو ته د ونډې نه ورکول هغه لاملونه دي، چې ګڼ کسان په مرګونو او قاچاقي لارو بهر ته مخه کړه او دغه لړۍ لا دوام لري.

په لوګر کې د تېر نظام یو دولتي مامور سخي جان احمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د نوموړي په شمول یې د کورنۍ څلور ځوانان په کار بوخت و او له همدې لارې یې د کورنۍ نفقه پیدا کوله، خو اوس چې هغه او وروڼه یې بې دندو شوي له خورا اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سخي جان وايي، په هیواد کې بې روزګاري او نورې اقتصادي ستونزو یې ژوند تریخ کړی او د نیوکې په ډول یې د طالبانو په اوسني نظام کې روان وضعیت له دې نور هم بد تر یاد کړ.

د لوګر ولایت مرګز پل عالم کې خلک د بې کارۍ سر ټکوي وایي دندې له لاسه ورکړي اوس بل کار هم نشته چې ځانته ډوډۍ پیدا کړي

هغه اوس بې روزګاره دی او د لسو کسانو سرپرستي ور د غاړې ده، نوموړی زیاتوي چې اوس هره ورځ ښرنې ښار ته د مزدورۍ په موخه ځي، خو څوک ورته د ورځې مزدوري هم نه ورکوي.

په پکتیا او خوست کې هم خلک له ورته ګڼو ستونزو سره مخ دي، د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي امید الله اطلاعات روز ته وویل، چې د بې رزوګارۍ له امله یې د یو کلي چې لر لیوني نومیږي، ۱۰۰ ځوانان یې ایران ته په قاچاقي لارو لړل چې د هغه په خبره دوه یې په لاره کې مړه هم شول.

پل عالم کې یو ځوان چې د لارې پر سر کیلې پلوري وایي، د خلکو اقتصاد خراب ډیره ګټه نشي کولای

امید زیاتوي چې د کلي ځوانان یې ټول باسواده خلک و او په تېر نظام کې یې ښې وظیفې درلودې، خو کله چې طالبان په سیمه حاکم شول، نو د امنیتي ستونزو له امله یې کور کلی پرېښود او د مرګ په لارو یې ور مخه کړه.

نوموړی زیاتوي چې د لر لیونیو کلي سربېره د پکتیا له هر سیمې ورته شمیر شته، چې کور، کلی او ولایت یې پریښی دی او د اقتصادي ستونزو له امله مجبوره شوي دي.

د پکتیا خلک وایي، ټول باسواده ځوانان بې کاره شول اوس په مرګونو لارو بهر ته روان دي چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي

هیواد کې د شته اقتصادي ستونزو له امله د خوراکي توکو بیې هم په بېساري ډول لوړې شوې دي، چې دې چارې د کورنیو منځ کې ستونزې هم پیدا کړې دي.

د اقتصادي چارو کار پوهان بیا د طالبانو په روان دریځ نیوکه کوي او وايي، د حکومت په رهبري کې داسې څوک نه شته، چې د سیمې له هیوادونو سره په لویه کچه اقتصادي اړیکې جوړې کړي تر څو له اوسني بحران خلک را ووځي.

په خوست ولایت کې د شیخ زاهد پوهنتون د اقتصاد څانګې یو تن محصل په مستعار نوم بلال احمد اطلاعات روز ته وویل، چې خوست کې ډیری خلک د جلغوزیو کارو بار کوي او له دې لارې اقتصادي ستونزې رفع کوي، خو د هغه په وینا د لارو تړل کېدو له امله اوس یاد کاروبار خورا اغېزمن شوی او داسې کوم پلان هم د حکومت له لوري نه دی موجود چې له ګاونډیو سره د دغو سوداګریزو مالونو د انتقال په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوسي.

په خوست ولایت کې ډیری خلک د جلغوزو کاروبار کوي دوی وایي، د لارو تړل کیدو له امله د جلغوزو قیمت ټیټ شوی او د کاروبار خوند یې تللی دی

بلال وايي، د نرخونو نه کنټرول او نورې هغه ستونزې دي، چې خلک ورسره مخ دي او د طالبانو د حکومت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د دغه خراب اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

نوموړی داسې وايي: «مونږ یوازې امنیت څه کوو، چې خلک مو له لوږې مري، اوس د خوست ډیری سوداګر د جلغوزیو په کاروبار بوخت دي، خو اوس یې کارونه او سوداګري ځکه له خنډ او ځنډ سره مخ ده، چې لارې ورباندې تړل شوې او حاصلات یې په ګودامونو کې خوسا شول. بله ستونزه په ښار کې د نرخونو نه کنټرول دی، پخوا د اوړه بورۍ په ۱۶۰۰ افغانۍ وه او اوس ۳۰۰۰ ته رسېدلې ده، همداسې تېل په دوه برابره شوي.»

د جنوب ختیځ زون خلک زیاتوي، چې د جمهوري نظام په پرتله د هرڅه بیې دوه برابره لوړې شوي او د کار درک هم نشته

د طالبانو مسوولینو بیا د رسنیو له لارې بار بار ویلي، چې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره یې هڅې پیل کړې، خو له یو کال تېرېدو وروسته نه یوازې حالت ښه شوي، بلکې وضعیت له دې هم بدتره شوی دی.

هیواد کې د طالبانو له واکمنېدو یو کال پوره کیږي، نه یوازې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بلکې بې روزګاري، د ښوونځیو تړل کېدل، د رغونې پروژو په ټپه درېدل او ځینې نور هغه لاملونه دي، چې په اوسنیو واکمنانو یې د خلکو نیوکې ډېرې کړې او په خپله رهبرۍ کې یې پاتې بللي دي.