د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ کندهاریان یې په اقتصادي ډګر کې ناکام بولي

وحيد الرحمن افغانمل

اطلاعات روز: کندهار کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ډیری خلکو خپلې دندې او کاروبارونه له لاسه ورکړل، اقتصاد یې کمزوری شو او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه یې بهرنیو هیوادونو ته مخه کړه.

کندهار هغه ولايت چې له تېرو څو لسيزو راهيسې د طالبانو د حکومت د پايتخت نوم ورکول شوی، هغه ځای چې د همدې واکمنې ډلې پخوانی نظام له دې ولايت څخه ونړېده خو يو ځل بيا هم د همدغه ولايت تر سقوط وروسته ياده ډله پر ټول افغانستان واکمنه شوه.

د نورو ولايتونو په پرتله د طالبانو ډېر شمېر جنګيالي د لوی کندهار (کندهار، هلمند، ارزګان او زابل) ولايتونه دي چې وګړي يې تر ډېره د حاکمې ډلې لويه او مهمه برخه هم تشکيلوي.

خو کندهار کې د همدې ډلې له واک ته رسېدو وروسته خلک له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، ډېر شمېر يې که څه هم د دې واکمنۍ ډلې پلوي کوي خو سربېره پر دې له اقتصادي مشکلاتو کړېږي او د يو اقتصادي نظام په جوړولو کې ياده واکمنه ډله ناکامه بولي.

د دغو کسانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې وایي، شل کاله يې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو له پاره دعاوې کړي خو اوس شپه او ورځ ښیراوې کوي چې دغه واکمنه ډله بېرته بې واکه شي.

یو کس چې له ډېر لېرې واټن څخه يې سترګې راپسې څرک وې له هغه وروسته رانېږدې شو او په مات زړه يې راته وويل ته خبريال يې؟ ورته ومې ويل هو، کندهار کې پر اقتصادي ستونزو راپور جوړوم هغه وويل: «موږ هم ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، په تېرو شلو کالو کی مو د شپې او ورځې دغه دعاوې کولې چې الهي ته طالبان راولې خو اوس هر ساعت دغه ښراوي کوم چې الهي ته طالبان بېرته ورک کړې.»

محمد صديق هغه څوک چې له کلونو راهيسې په کندهار ښار کې رکشه چلوي نوموړي اطلاعات روز ته وويل، اقتصادي ستونزو يې د ژوند ښې شېبې اخیستې دي.

د‌ خپلو خبرو په لومړي سر کې يې وويل، دیارلس کلنه لور يې ناروغه ده او درملنې ته اړتيا لري، خو په وينا يې چې په درې واړه جيبونو کې يوازې سل افغانۍ شتون لري، کوم څه چې اوسني شرايطو ته په کتو د يو ډاکټر فیس هم نه پوره کوي.

د کندهار خلک وایي، دعا مو کوله چې خدای دې طالبان راولي، اوس چې خپل اقتصادي حالت او بې کاري ته ګورو وایو چې ورک یې کړې. انځور: اطلاعات روز

محمد صديق له خپل ژوند او خراب اقتصادي وضعيت څخه ډېر ګيله‌مند دی، هغه وايي، ډېر کله له خپل کور څخه په داسې حال کې راوځي چې ميرمن او ماشومان يې بې خبره وي ځکه د نوموړي په خبره که يې کورنۍ پرې خبره شي نو د پيسو غوښتنه ترې کوي او د سودا راوړلو ورته وایي.

هغه زياته کړه له يوې خوا د خوراکي توکو نرخونه څو چنده لوړ شوي او له بل لوري د تېلو بيې اسمان ته ختلي دي.

د دغه کس په خبره، کومې ستونزې چې دی ورسره لاس او ګريوان دی تقريباً د کندهار ټول ولس ورڅخه کړېږي خو د حل لاره ورڅخه ورکه ده.

هغه پر طالب چارواکو غږ کوي ترڅو لورګانو ته يې د تعليم کولو اجازه ورکړي او تر دولسم ټولګي پورې نجونې زده‌کړو ته پرېږدي.

د هغه په خبره که په هېواد کې د اقتصادي مشکلاتو د حلېدو له پاره چټک ګامونه پورته نه‌شي نو د نورو افغانانو په څېر به دی هم له افغانستان څخه د يو نامعلوم برخليک او کډوالۍ په خوا سفر وکړي.

نوموړي وويل، سهار د اذانو سره يو ځای له خپل کور څخه د پيسو ګټلو په نيت راوځي او د شپې پر نهو بجو بېرته خپل کور ته ستنېږي.

د کندهار يو شمېر نور اوسېدونکي بيا د خپلو اقتصادي مشکلاتو د حل په موخه غواړي چې هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي، له هغې جملې يو تن همايون دی.

نوموړی ځکه له هېواده وتل غواړي چې ستونزې يې ډېرې دي خو ترڅنګ يې بېکاره دی.

هغه د کندهار له دولتي پوهنتون څخه په ډېر ستونزمن حالت کې فارغ شوی خو اوس يې د کارپيدا کولو له پاره اسناد د دغه ولايت په هر دفتر کې د ګڼو نورو ځوانانو له اسنادو سره يو ځای پراته وي.

دی وايي، کومه تمه چې ده د طالبانو له حکومت څخه لرله اوس ډېر پرې پښېمانه دی او هر څه تر پخوا څو برابره ګډوډ ورته ښکاري.

همايون په ډېر مات زړه وويل: «په هېواد کې د طالبانو اقتصادي سياست او پلان ډېر غلط روان دی، په ډېر جغل کارۍ سره اوس پرمخ روان دي، ترڅنګ يې خلک ډېر بېکاره شوي، په ټولو لويو او وړو بستونو باندې ملايان او مفتيان ګوماري موږ يوازي يو.»

همايون له ډېرې بېکارۍ څخه اوس غواړي ايران هېواد ته کډوال شي او هلته تر پيسو ګټلو وروسته تر ترکيې پوري ځان ورسوي.

هغه زياته کړه، د استادۍ له پاري يې د طالبانو معارف رياست ته ثبت نام وکړ خو په اخر کې دوی د کدري ځوانانو پر ځای ټول مولويان او قاریان شارټ لیست کړل.

دی وايي، د تېر حکومت پر مهال هم اداري فساد شتون درلود او کوم چا يې مخه نشوای نيولای او اوس مهال هم دغه ډول ستونزې شتون لري.

دی زياتوي په اوسني وخت کې ټول خوراکي توکي ګران شوي او د غريبو هېوادوالو وس نه پرې رسېږي.

کندهار کې ډېر شمېر کروندګرو کوکنار کرل او ښه عايد يې ورڅخه درلود، خو سږکال د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت باندې بنديز ولګېد او د دغو کسانو ورځنۍ چارې هم ورسره ټکنۍ شوې.

د ‌کندهار يو بل اوسېدونکي فضل احمد زياته کړه، ډیرې ستونزې شته ستونزې خو، د هوارېدو له پاره يې هيڅ کومه هڅه نه ده شوې.

هغه وويل اوس مهال تر پخوا په زياتو مشکلاتو کې راګیر شوی او کوم څوک ورسره مرسته نه کوي.

دی وايي له کومې ورځې چې د خوراکي توکو نرخونه پورته شوي هره هفته له ستونزو سره مخامخ وي ځکه په وينا يې چې د توکو پر رانيولو يې وس نه رسېږي.

هغه زياته کړه پخوا به يې پر خپلو ځمکو کوکنار کښت کول او تر ډېره پورې يې د ژوند د بقا له پاره هغه پيسې مصروفولې.

د نوموړي په خبړه چې هره ورځ د خوراکي توکو بيې لوړېږي خو د کنترول او ټيټېدو له پاره يې هيڅ کوم پلان نه عملي کېږي.

دده له قوله: «موږ ډېرې هيلي درلودې خو اوس په مايوسۍ کې شپې او ورځې تېروو، کورنۍ راڅخه ډوډۍ غواړي موږ ټوله ورځ په يو مناسب کار پسې وګرځو خو بېرته خالي لاس کور ته راشو، ستونزې دومره ډېري شوي چې اول د کومې هغې يادونه درته وکړم، فکر نه کوم چې دغه حالت دې په لس کاله اصلاح شي، هغه دی کوکنار هم نه شو کښت کولای.»

کندهار کې د ډیرو خلکو د ژوند چارې د کوکنارو په کښت او د تریاکو په پیر او پلور روانې وې چې اوس مهال هغه هم بند شوي او خلک یې بې کاره دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

همدارنګه د خوراکي توکو پلورونکي بيا له لوړو مالياتو اخيستلو او د لارې په اوږدو کې له ستونزو خبره کوي.

شريف الله د خوارکي توکو يو له هغو دوکاندارانو څخه دی چې د کندهار په نوي سړک کې دوکانداري کوي.

هغه وايي، د طالبانو واکمن حکومت پر ټولو خوراکي او غيرې خوراکي توکو ماليات لوړ کړي او دغه چاره د دې سبب شوې ترڅو اقتصاد ته نوره هم صدمه ورسوي.

دی زياتوي پخوا ته په کتو هر څه تر خپل نرخ دوه برابره ګران شوي چې ولسونو او دوکاندارنو ته يې تاوان رسولی.

دی له طالبانو غواړي ترڅو په ټولو برخو کې له ولس سره نرمي وکړي او د توکو د بيو په کنترول کې ورسره مرسته وکړي.

د شريف الله په خبره چې ګڼې ستونزې له لوړو مالياتو څخه ورته پېښي دې او د حلولو توان يې اوس له لاسه ورکړی.

شريف الله وويل: «ولا وروره مشکلات خو مو ډېر دي، ختمېږي نه ډېرېږي، کورني مشکلات لرو، اقتصادي ستونزې لرو، په خپل امنيت باندې ډاډمن نه يو، د پخوا په ډول غلاوې ډېرې شوي، زما په شمول له ټولو افغانانو لاره ورکه ده، بې سرنوشته ناست يو لکه بېکاره چې يو.»

د يادونې وړ ده چې هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو يو کل پوره شوی خو د کندهار اوسېدونکي  د نورو برخو ترڅنګ د اقتصادي مشکلاتو څخه سرټکوي او د حل په برخه کې د لاس نيوي غوښتنه کوي.