ننګرهار کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په ښېوې ولسوالې کې درې ماشومان د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ یو اوسیدونکي شاه محمود نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیر مازدیګر (دوشنبه، ۲۴ د زمري) ناوخته د یادې ولسوالۍ اړوند په «شګې» سیمه کې درې ماشومان د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، درې واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې سرګلوله پرې د لوبو پر وخت چاودېدلې ده.

د ننګرهار د سیمه ییز روغتون مسوولینو هم تایید کړې چې د پېښې له ځایه ورته درې ماشومان راوړل شوي چې اوسمهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او له خلکو یې غوښتي چې د ناچاوده توکو د لیدو پرمهال دې دوی ته خبر ورکړي.

له دې وړاندې هم له ننګرهار سربیره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې دا ډول پېښې رامنځته شوي، چې زیاتره قربانیان یې ماشومان دي.