AP

امریکايي سناتور: افغانستان کې مو هېڅ جګړه نه ده ختمه کړې

اطلاعات روز: جمهوري غوښتونکی امریکایي سناتور لیندسي ګراهام وايي، چې د امریکا دولت په افغانستان کې هېڅ جګړه نه ده ختمه کړې، بلکې نوې جګړه یې پیل کړې ده.

د امریکا غږ د خبر له مخې، ښاغلي ګراهام د سې شنبې په ورځ (۲۵ د زمري) په یوه بیان کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د برید امکان شته دی.

هغه ویلي دي، چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې روزنیز کمپونه بیا د جوړیدو په حال کې دي. ګراهام خبرداری ورکړی چې تاریخ بیا تکراریږي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، چې د بایډن ادارې د امریکايي پوځیانو د مشورې بر خلاف له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه: «[له افغانستانه] څخه زموږ د وتلو شرایط معلوم وو. طالبانو هغه شرطونه پوره نه کړل. دا د بایډن یوه سیاسي پریکړه وه.»

د هغه په خبره، چې طالبان، القاعده او د داعش خراسان څانګه یو ګډ څه لري.

هغه وويل: «داعش د القاعدې پر ضد جګړه کوي او القاعده له طالبانو سره يو ځای شوې. د دې دریو ډلو تر منځ مشترک ټکی څه دی؟ هغوی افراطي اسلامپال دي.»

د دوحې په تړون کې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او ترهګرو ډلو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

په دې وروستیو کې امریکا اعلان وکړ چې هوايي ځواکونو یې په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکا ادعا په ښکاره ډول نه تایید او نه هم رد کړه، دوی وايي چې د افغانستان پلازمېنې ته د الظواهري د راتګ او استوګنې په اړه معلومات نه لري.