کندهار کې یوې اتلس کلنې نجلۍ ځانته اور اچولی

اطلاعات روز: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلې ځانته اور اچولی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

کندهار کې یوې ځايي سرچينې حې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، دغې نجلۍ تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د زمري) د ميوند ولسوالۍ په بازار کې ځانته اور اچولی دی.

د سرچينې په وینا، يادې ښځې يو کال وړاندې واده کړی و، اولادونه يې نه لرل او د کورني تاوتریخوالي له کبله یې ځان سوځولی دی.

ورته مهال د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي هم دغه خبر تاييدوي او وايي، چې دغه د دې ولايت د ميوند ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

کندهار کې د طالبانو د والي دفتر وايي، ياده پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او د څرنګوالي په اړه یې دوی پلټنې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې دوې اوونۍ وړاندې هم د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې يوې ښځې د کورني تاوتريخوالي له کبله ځان ته اور اچولی و او وروسته مړه شوې وه.

مسوولينو ويلي، چې له هغې ښځې سره د خسرګنۍ له لوري ناسم چلند کېده او د ځان وژنې په تړاو يې د هغې خسر، خاوند او يو ليور نيولي دي.