پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: تېره ورځ د نورو ولایتونو ترڅنګ یو ځل بیا پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د زمري) په مرکز ګردېز اړوند اتفاق مینې، عبدالله کلا، خطابې، چوڼۍ، تېره او د زرمت ولسوالۍ په ځینو سیمو کې شدید سیلابونو لسګونه کورونه نړولي او هم یې پراخ کرنیز حاصلات له منځه وړي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي محمد علي جان احمد همدا راز زیاته کړې، چې سیلابونو د کابل- ګردېز لویه لاره په تېرې کوتل سیمه کې ډېره زیانمنه کړې او د دوی د معلوماتو پر اساس چې شاوخوا یې ۳ کیلو متره پوخ سړک په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

په همدې حال کې بیا د مرکز ګردېز سیلاب ځپلي خلک چې کورونه یې د راوتلو سیلابونو له امله ویجاړ شوي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، تر اوسه یې هیڅ کوم ارګان ستونزو ته رسېدنه نه دی کړې.

د دوی په خبره چې په مرکز ګردېز کې ځینې کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې اوس اوسېدونکي په بې سرپناه حالت کې ژوند کوي.

پکتیا کې سیلابونو خټین کورونه له منځه وړي او بیا ځل د اوسیدو نه دي. انځور: اطلاعات روز

په دې اړه د اتفاق مینې یو تن اوسېدونکي محمد قدیر داسې وویل: «بېګاه شپه یو ځل بیا په ګردېز ښار سیلابونو راووتل او دلته یې د اتفاق مینې، عبدالله کلا او په همدې مسیر پراته کلي یې سخت زیانمن کړل د خلکو کورونه یې په بشپړه توګه له منځه یوړل او په همدې اتفاق مینه کې داسې کورنۍ شته چې اوس د اوسېدو لپاره ځای نه لري او نه یې چا تر اوسه غم خوړلی دی.»

له پکتیا وروسته د سویل ختیځ زون په پکتیکا ولایت کې هم راوتلو سیلابونو مالي زیان رسولی دی.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، وروستیو سیلابونو په خوشامند، مټاخان او جانیخېلو ولسوالۍ کې د ګڼو مالي زیانونو سربېره له ۲۰۰۰ ډېر څاروي هم له منځه وړي دي.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي سردار ولي اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، چې د دوی په سیمه کې نه یوازې کرنیزې ځمکې تخریب شوې بلکې د خلکو ګڼ د استوګنې کورونه هم نړېدلي دي.

پکتیا کې سیلابونو د خلکو کورونه چپه کړي او اوس خلک سرپنا نه لري. انځور: ټولنیزې رسنۍ

نوموړی وايي، که له سیلاب ځپلو خلکو سره بېړنۍ مرستې و نه شي، نو ګڼ ماشومان به په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو بیا ویلي، چې دوی سیلاب ځپلو خلک ته لومړنۍ مرستې رسولي، خو د دوی په خبره که مرکزي اداره ورسره همکاري و نه کړي مرستې کافي نه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت په خپره کې خبرپآڼه کې ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د هیواد په ګوټ، ګوټ کې د سیلابونو له امله د نورو ګڼو مالي زیانونو سربېره ۹۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.