انځور: ټولنیزې رسنۍ

ننګرهار کې ناپيژانده وسله‌والو د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ناپیژانده وسله‌والو د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان په ډزو وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن یې اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د تیرې سې شنبې شپه (۲۵ د زمري) ناپيژانده وسله والو د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند په «باریکاب» سیمه کې د شکرالله په نامه یو کس چې د تیر جمهوري نظام پرمهال د محلي پولیسو قومندان و، په ډزو وژلی دی.

سرچینه وایي، د وژل شوي کس مړی کلیوالو خلکو کور ته څیرمه موندلی دی.

ننګرهار کې بیا طالب چارواکي یاده پېښه ردوي او په دې اړه ناخبري ښیي.

تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې،غلاوې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالب چارواکي پاتې بولي.