کندهار کې د زړو بانک نوټونو وروستي څښتنان

اطلاعات روز: کندهار ميشتي افغان صنعت کاران وايي، دولتي بانکونه له دوی څخه زړې میده افغانۍ نه اخلي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له کله نه چې جمهوري نظام سقوط کړی او پر ځای يې د طالبانو سرپرست حکومت واک ترلاسه کړی ډېر شمېر صنعت کاران له ګڼو ستونزو سره مخ شوي چې یوه هغه یې د دولتي بانکونو له لوري د میده بانک نوټونو نه قبلول دي.

کندهار کې ډېری صنعتي فابريکې د اوبو او برېښنا نشتون ترڅنګ اوس د میده افغانیو ستونزې په سر اخیستي چې دولتي بانکونه یې نه تبادله کوي او دوی یې وروستي څښتنان شمیرل کېږي.

که څه هم په دغه ولايت کې صنعت کارانو د اقتصادي ستونزو سره سره پانګونه کړې خو د ستونزو په حل کې ورسره هیچا مرسته نه ده کړې.

د صنعت کارانو ستونزې

ګل آغا يوه د «سنځر خراسان» په نوم د يخ جوړولو فابريکه لري او ورځنۍ سواد یې نږدې ۸۰ سلنه په میده افغانیو وي.

د هغه کاروبار که څه هم د يخ خرڅولو دی خو ټوله ستونزه یې له ميده افغاني بانک نوټونو سره ده او دغې چارې ورته سرخوږی جوړ کړی.

په افغانستان کې د بانکداري نامنظم والي دغه صنعت کار اړ ايستلی تر څو هره ورځ د خپل کاروبار میده پيسې تر بانک پورې ورسوي خو پر دې سربېره بيا هم بانک ورسره د ستونزو حل کې مرسته نه کوي.

ګل اغا وویل: «موږ اړ يو ترڅو زاړه افغاني بانک نوټونه يو ځل په کالدارو تبادله کړو له هغه وروسته ډالر پرې رانيسو او بيا یې بانک ته تحويل کړو، په دې معاملې کې هر ځل زه ۸۰زره افغانۍ تاواني کېږم، دا ډېر وخت کېږي له دې ستونزې سره مخ یو خو هيڅ څوک مو غږ نه اوري.»

د دولتي بانکونو له لوري د میده افغانیو نه قبلول صنعت کارانو ته سخت زیان اړولی دی. انځور: اطلاعات روز

نوموړی وايې، د افغانستان مرکزي بانک له ساحوي ریيس او د برېښنا له رياست سره يې څو ځله پر دې موضوع خبرې کړي خو د هغوی له خوا ورته ويل شوي چې دغه موضوع یې تر وس او توان پورته ده.

د ګل آغا په وينا، که د زړو افغاني بانک نوټونو ستونزه هواره نه‌شي نو دغه بانک نوټونه به خپل ارزښت له لاس ورکړي.

دغه صنعت کار زیاتوي، اوس ځینې صرافان هم زړې پيسې نه ورڅخه اخلي او په وينا يې چې دا د حکومت مسووليت دی ترڅو د زړو بانک نوټونو پرځای ورته نوي چاپ او زاړه ترې ټول کړي.

د حاجي ګل محمد بابر په نوم د يخ جوړولو یوې بلې فابریکې مسوول وايي، د زړو افغاني بانک نوټونو له کبله هره ورځ تاوان کوي خو مخه يې نه نيول کېږي.

دی زياتوي چې هره مياشت له لسو څخه بيا تر دوولس لکو افغانيو د برېښنا بيلونه تحویلوي خو بيا يې هم څوک خبره نه اوري او ستونزې يې پر خپل ځای پاتې دي.

حاجي ګل محمد زیاتوي، که د طالبانو سرپرست حکومت د صنعت کارانو دغه ډول ستونزې حل نه‌ کړي نو هېره دې نه وي چې نورې ستونزې به هم جوړې شي.

صنعت کاران مجبوره دي چې میده افغانۍ کله د بانک او کله د صرافانو تر دروازو ورسوي او تبادله یې کړي. انځور: اطلاعات روز

د‌ نوموړي په خبره چې اوس وخت کندهار کې يوازې د ۳۰ په شاوخوا کې د يخ جوړولو لويې فابريکې شتون لري او ټولې له دې ستونزې کړېږي.

هغه وويل: «بانکونه اوس د افغانيو سل‌ګون او پنځوس‌ګون هم نه اخلي، موږ ته بانکونه وايي، نوې پيسې راوړۍ اوس نو موږ نوې پيسې له کومه کړو، ټول صنعت کاران له دغې ستونزې سره مخ دي، په هر يو لک افغانيو کې زموږ ۴۰ زره کالدارې تاوان دی، دا نو تر څه وخت؟»

د کندهار ولايت د صنعايو او معدنونو خونې نظر

د‌ کندهار ولايت د صنايعو او معدنونو خونه هم د يادو صنعت کاران ستونزې تایيدوي او وايي، اوس په دغه ولايت کې لسګونه فابريکې له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

د کندهار ولايت د صنايعو او معدنونو خونې مشر سيد سرور اماني اطلاعات روز ته وويل، په کندهار کې لسګونه د یخ او خوراکي توکو توليدي فابريکې فعاليت کوي او د ټولو کاروبار په ميده افغانیو دی.

د ده په خبره چې په دې شرایطو کې د فابريکو مسوولين په ډېر مايوسه حالت کې قرار لري او آن وړې ستونزې يې کاروبار ګواښي.

دی وايي، ټولې هغه پيسې چې د فابريکو تر مسوولينو پورې رسېږي درې ځایه نوې نوټونه ورڅخه جلا کېږي او په پای کې تر ټولو زړې افغانیې د فابریکو په برخه کېږي.

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونه وایي، اوس وخت صنعت کاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کاروبار یې د بندیدو له ګواښ سره مخ دی. انځور: اطلاعات روز

اماني وویل: «پر نورو ستونزو سربېره متاسفانه چې اوس زموږ له کارخانه لرونکو څخه ميده پيسې نه اخيستل کېږي، سره له دې چې پانګوال د هرکال په پای کې ډېر تاوان کوي خو بيا هم هيڅ توجه نه ورته کېږي، دولت بايد ټولې ستونزې هوارې کړي هغه که په هره برخه کې وي.»

د کندهار د صنعايو او معدنونو خونې مشر د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې هغوی بايد خپله خپلو پيسو ته ارزښت ورکړي او د ثبات لپاره يې کار وکړي.

ومو غوښتل ترڅو په دې اړه کندهار کې د سويل لويديځې حوزې او نورو حکومتي بانکونو نظر له ځان سره ولرو خو له ډېرو هڅو سره بيا هم بريالي نه شو.

د صرافان اتحادیه

د صرافانو اتحاديه زياتوي، چې کندهار کې میشتو صرافانو تر ډېره په دې برخه کې د پانګوالو سره مرسته کړې او لا یې هم کوي.

د کندهار د صرافانو د اتحاديې مشر حاجي قندي آغا اطلاعات روز ته وويل، افغاني بانک نوټونه هغه غټ وي او که ميده ټول ډېر زاړه شوي او بيا نوي کېدو ته اړتيا لري.

صرافان وایي، ټول افغاني بانګ نوټونه ډیر زاړه شوي خو، دوی اوس هم کوښښ کوي چې د صنعت کارانو سره مرسته وکړي او پیسې یې تبادله کړي. انځور: اطلاعات روز

دی وايي، زيات افغاني بانک نوټونه له چلښت څخه لوېدلي خو بيا هم صرافان خپله همکاري کوي او زاړه نوټونه په کالدارو او ډالرو تبادله کوي.

هغه وویل: «هېواد ته د نويو پيسو راوړل حتمي او ضروري دي ځکه موږ او پانګوال ټول له ستونزو سره مخ يو، اوس په زرګون او پنځه سوه ګون نوټونو کې لا ډیر زاړه شوي، د اسلامي امارت حکومت بايد ټولې زړې پيسې ټولې کړي او پر ځای يې نوې نوټونه خلکو ته ورکړي.»

د کندهار صنعتي فابریکو ته د طالبانو نه پاملرنې له امله اوس مهال دغه فابریکي په بېلابېلو برخو کې د ستونزو سره مخ دي که چیرته ورته جدي پاملرنه ونشي ویره شته چې یادې فابریکې له یوې مخې وتړل شي.