کندهار کې د طالبانو ستره غونډه پیل شوه

اطلاعات روز: نن (پنج‌شنبه، ۲۷ د زمري) په کندهار ولایت کې د طالبانو لخوا رابلل شوې ستره غونډه پېل شوه.

د «ملي تلویزیون» ټویټر حساب چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، يه یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې غونډه کې د «دیني عالمانو، سیاستوالو او د مختلفو اقشارو استازو» څخه شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی دی.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په ګډون ګڼ طالب چارواکي ګډون وکړي.

طالب چارواکي وايي، د دې غونډې د جوړېدو موخه له دغې ډلې ملاتړ دی.

طالبانو څه موده وړاندې په کابل کې یوه درې ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې تر ډېره طالب پلوه علماوو ګډون کړی وو، او د دغې ډلې له مشر سره یې خپل بیعت تازه کړ.

طالبان داسې مهال یاده غوڼډه ترسره کوي چې تر اوسه هیڅ بهرني هیواد دغه ډله د افغانستان د حکومت په توګه نه ده پیژندلې.