انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

هلمند کې ژورې څاه ته لویدلی ماشوم مړ را وایستل شو

اطلاعات روز: یو ۱۵ کلن هلمندی ماشوم چې له تیرو څلور ورځو راهیسې په یوې ژورې څاه کې بند پاتې و، نن (شنبه، ۲۹ د زمري) یې جسد را وایستل شو.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض وايي، دغه ۱۵ کلن ماشوم د تيرې سې شنبې ورځ د ګرشک ولسوالۍ په «اب پاشک» سيمه کې د اوبو برمې ته لويدلی و.

نموړی زیاتوي، څاه ته لويدلی ماشوم د سې شنبې په شپه ژوند له لاسه ورکړی و، او دوی يې نن په را ايستلو بريالي شول.

هلمند کې ژورو څاګانو ته د ماشومانو د لویدو پيښې زياتې شوي، په تېرو دوو اونیو کې دا دریمه پیښه ده چې په دې ولایت کې رامنځته کېږي.

خلک د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې هغه کسانو ته دې سخته سزا ورکړي چې د خپلو څاګانو سرونه يې لوڅ پریښي دي.