کونړ کې د کوټې چت پریوتو له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د دې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوې کوټې چت پریوتو له امله یو ماشوم او یوه میرمن مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.

کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نجیب الله حنیف نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پرون شنبه (۲۹ د زمري) د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ورښتنو له امله د ملک میرویس د کور چت پرېوتی، چې له امله یې یو ماشوم او یوه میرمن مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.

هغه وایې، د چت پرېوتو پېښه کې ملک میرویس او دوه لمسیان یې ژوبل شوی، خو مېرمن او یوه لمسي یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 حنیف زیاتوي، ټپیان د لا ښې درملنې په موخه ننګرهار ته استول شوي دي.

له تېرو څو ورځو پرلپسې ورښتونو له امله د کونړ په ګن شمېر سیمو کې سیلابونه راوتلي او د ځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.