ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د جلال ابادـ تورخم پر لويه لار د درې موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د ترافيکو مدير جواد شېرزاد نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه تیره ورځ (سې‌شنبه،۱ د وږي) ماښام ناوخته د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د« څلورم فارم» په سيمه کې د دوو ټېلر موټرو او يو مسافر وړونکي سوزکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په ياده ترافيکي پېښه کې دوه کسان ځای پرځای مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي، چې روغتیاپالانو د يوه ټپي روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودلی دی.

د ده په خبره، پېښه د ټېلر موټرو د چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د ترافیکو اصول نه مراعات کول هغه لاملونه دي، چې له امله یې ډیر کله ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.