انځور: اطلاعات روز

دا نجونې تیاره نه خوښوي

وحيد الرحمن افغانمل

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو لوڼې د خپلو پلرونو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټينګه کړه، ورسره يو ځای له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تر نامعلومې نیټې پورې وتړل شوې.

خو د یو کلن ځند وروسته د طالبانو د سرپرست حکومت لوړ پوړي چارواکي له خپلو کړیو ژمنو سره سره بيا هم پر دې ندي توانېدلي ترڅو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلې دروازې پرانيزي.

ډېر کسان اوس هم په دې باور دي چې د افغان نجونو پرمخ به د ښوونځيو تړلې دروازې خلاصې شي خو، یو شمېر بيا دا خبر نه مني او په طالبانو تور پورې کوي چې دا ډله د نجونو د تعلیم مخنیوی کوي او نه پریږدي چې نجونې زده کړې ترسره کړي.

پر ټولنيزو رسنيو هره ورځ ګڼ کسان په دې موخه کمپاینونه کوي ترڅو نړیوال د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلې دروازې پرانیزي.

د طالبانو لوڼې زده کړې غواړي

د طالبانو د سنګر ملګری او د دوی د عوې په خاطر وژل شوی مولوي حیدر چې د خپلې میرمنې او نهو اولادونو سره یې د کندهار په یوې لېرې پرتې سیمه کې ژوند کوه، مشره لور یې د لسم ټولګي زده کونکې ده خو، د طالبانو د بندیز له امله نشي کولای مکتب ته ولاړه شي.

ومو غوښتل چې د مرکې کولو په اړه ورسره وږغېږم خو، ناڅاپي يې له ترسترګو اوښکې راغلې او د ژړا په حالت کې يې داسې وويل: «پلار مې د طالبانو له پاره شهيد شو، خو اوس چې د طالبانو حکومت راغلی زه له زده‌کړو څخه بې برخې یم او په دا يو نيم کال هيڅ کوم چا مرسته نه ده راسره کړې، بس موږ دې مکتبونو ته پرېږي د کور سرپرستي زه خپله کوم.»

یو شمیر نجونې د خپلو پلرونو نشتون او ښوونځیو بندو دروازو له امله یې له سترګو اوښکې راځي او د مایوسۍ احساس کوي. انځور: اطلاعات روز

هغې نه غوښتل چې په اصلي نوم راسره خبرې وکړي او راته یې وويل چې نوم يې سارا دی.

د لسم ټولګي زده کونکې سارا اطلاعات روز ته وویل، په خپلو ټولګيوالو او درسونو پسې سخته خفه ده او ارمان یې کوي.

د سارا پلار که څه هم د طالبانو په ليکو کې جنګېده خو، ارمان یې درلوده چې لور یې ډاکټره شي او له همدې لارې خلکو ته خدمت وکړي.

نموړې زیاتوي، پلار يې د خپلو لوڼو او زامنو د ښې زده‌کړې له پاره کلونه وړاندې له پنجوايي ولسوالۍ څخه ښار ته را کډه شو خو، ژوند ورسره یاري ونه کړه او له دې دنیا لاړ.

هغې وويل، په کوم کلي کې چې دوی اوسېدل دا يوازنۍ نجلۍ وه چې ښوونځي ته تلله او پاتې نورو نجونو به خپل ټول ژوند په کور کې د بندو دروازو تر شا تېروه.

سارا زياته کړه، که وخت ورسره یاري ونکړي او د مکتبونو بندې دروازې يې پرمخ خلاصې نشي نو کورنۍ به يې اړه شي ترڅو خپله لور واده کړي.

د دې په خبره، پلار يې يواځینی طالب و چې د خپلې لور سره یې په تعليم کې مرسته کوله او د هغې د تعليم کولو له پاره يې ځان قرباني کړ.

د هغې په وینا، که د طالبانو سرپرست حکومت پر دې ونه توانېږي چې غټو نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي نو ډېری کورنۍ به د خپلو لوڼو د تعلیم له پاره کاونډیو هیوادونو ته ګډه شي.

سارا که څه هم خپله په ډېرې مايوسۍ کې شپې سبا کوي، خو دې په ورته وخت کې له زده‌کړو څخه د محرومو ټولو نجونو وغوښتل چې مايوسه نه اوسي او دغه حالت تېرېدونکی دی

د سارا په څېر د نورو طالبانو لوڼې هم خپل نامعلومه راتلونکي ته اندېښمنې دي او ویره لري چې د ښوونځیو دروازې یې د تل له پاره پرمخ ونه تړل شي.

د امنيتي ستونزو له کبله يې خپل نوم سکينه ياد کړ او ویويل، دا ډېره وړه وه، چې پلار يې له طالبانو سره په ليکو کې د تل له پاره ورڅخه جلا شوی.

نوموړې د کندهار ښار په محمود طرزي ليسه کې زده‌کړي کولې خو د طالبانو له بيا واکمن کېدو سره يو ځای دا هم له خپلو زده‌کړو څخه بې برخې پاتې شوه.

سکينې وويل، غواړي د يوې معلمې په حيث ټولنې ته خدمت وکړي او نورې نجونې د ځان په څېر وروزي او ملاتړ يې وکړي.

دا وايي، دولس کاله وړاندې يې پلار ورته ويلي و، چې خپل تعليم وکړي او د يوې ښې استادې په څیر دنده پر مخ يوسي.

د دې په وينا، چې د طالبانو حکومت بايد د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي او د افغان نجونو د زده‌کړو له پاره کار وکړي.

سکينه په دې باور ده چې د نجونو تعليم کولای شي د هېواد په ابادۍ او نوي نسل په روزنې او پالنې کې رغنده رول ولوبوي.

 د هغې له قوله: «که د نجونو مکتبونه خلاص نه‌شي دا زموږ د ټولو په زيان دی، نو موږ د حاکم نظام څخه غوښتنه کوو چې نور زموږ پر مخ د مکتبونو دروازې پرانیزي، ترڅو موږ وکولای شو خپل تعليم ترسره کړو او خپله آينده جوړه کړو.»

د تېر نظام د عسکر لور څه غواړي؟

بنفشه هغه نجلۍ ده چې اوس‌ يې زده‌کړې پر نيمه لار پاتې دي او د ځان او نورو نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

نموړې وایي، پلار يې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې مړ شوی او تراوسه یې ټول مصارف د مشر کاکا پر غاړه دي.

کندهار کې د زرغونې انا لیسه چې د دغه ځای د نجونو هیلې ورپورې تړلي دي. انځور: اطلاعات روز

بنفشې وويل، د کندهار ښار په زرغونې انا ليسه کې يې خپلې زده کړې تر يولسم ټولګي پوري رسولي خو اوس نه‌شي کولای چې د نورو نجونو په څېر دا هم ښوونځيو ته ولاړه شي.

هغې زیاته کړه، کورنۍ له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او‌ کله چې د د‌ ندې پیدا کولو له پاره کوم دفتر ته درخواست کوي نو هغوی ورڅخه د شهادت نامې غوښتنه کوي.

بنفشې وویل، چې په ژوند کې يې تر ټولو ستر ارمان له طب پوهنځي څخه فارغېدل دي خو د نوموړې زده‌کړې لا تراوسه له نامعلومه برخليک سره مخ دي.

دا د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې دوی ته د تعلیم کولو اجازه ورکړي ترڅو د‌ هېواد په ابادولو کې پوره ونډه ولري.

ددې له قوله: «له حکومت څخه غوارم چې زموږ مکتبونه بېرته د شاګردانو پر مخ خلاص کړي او تول باید درسونه ووايي، ځکه دا هېواد ډاکټر، انجینر، معلم او نور تعليمي اشخاصو ته ډېره اړتيا لري، متاسفانه چې اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې ډیریږي.»

کارپوهان په کوم نظر دي؟

د‌ تعليمي چارو کارپوهان بيا د نجونو د ښوونځیو تړل کیدل د طالبانو د حکومت خپل منځي سياسي مخالفتونه او مسلکي کسانو نشتون په ګوته کوي.

د تعليمي چارو کارپوه ريحانې صديقې اطلاعات روز ته وويل، د معارف وزارت غواړي ترڅو په خپل اوسني درسي نصاب کې د‌ نجونو له پاره ډېر تغيرات رامنځته کړي خو د مسلکي کسانو نشتون دغه چاره ورته ستونزمنه کړې.

نموړې زیاتوي، د طالبانو حکومت په ځينو لويو ښارونو او ولسواليو کې د ښځينه ښوونکو له کمښت سره مخامخ دی او په لومړي قدم کې بايد دغه څه ته پاملرنه وکړي.

د هغې په خبره، چې د طالبانو په منځ کې د تعليم پر سر ځينې خپل منځي اختلافات هم دې سبب شوي څو د نجونو پرمخ ښوونځي تر دېره وخته تړلي پاتې شي.

د نجونو ښوونکې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو د پرانیستلو ترڅنګ د خپلو حقوقو غوښتنه هم کوي. انځور: اطلاعات روز

هغې وویل، که له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې همداسې تړلي پاتې شي نو دا چاره به د ښځينه زده‌کوونکو پر ژوند منفي اغېزه وکړي او له پخوانيو درسونو څخه به فاصله اختيار کړي.

ریحانه وایي، چې د طالبانو حکومت کولای شي د خپلو ښوونکو له پاره له نړیوالې ټولنې څخه دمرستې غوښتنه وکړي.

هغې وويل: «د طالبانو حکومت بايد د‌ نجونو د تعليم په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي ځکه چې د يوې نجلۍ سره د هغې د ټولې کورنۍ ژوند تړلی، يو با سواده نجلۍ کولای شي د ډاکټرې، معلمې او نورو انسانانو په حيث خپلي ټولني ته خدمت وکړي او د راتلونکي لپاره يو ښه اولاد وروزي.»

یاده دې وي چې د طالبانو د سرپرست حکومت لوړ پوړي چارواکي د نجونو د زده کړه په برخه کې په یوه خوله نه دي، څوک یې اقتصادي ستونزه یادوي، څوک یې کلتوري محدودیتونه او یو شمیر یې د خپل صلاحیت پورته خبره ګڼې چې نشي کولای د ښوونځیو باره کې څه ووایي.