پکتیا کې د لاسي صنایعو کاروبار پیکه شوی؛ ښځې یې لامل د بازار نشتون یادوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز او ډیری لېرې پرتو سیمو کې ښځې د لاسي صنایعو کاروبار کوي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه کار کې د پام وړ کموالی راغلی، چې تر ډېره یې لامل د مناسب بازار نشتون بلل کیږي.

خامک دوزي، ګل دوزي، غاړې او ټیکري جوړول او ځینې نور د کور اړین توکي هغه څه دي، چې پکتیا کې یې ډیری ښځې له جوړولو وروسته خرڅلاو ته وړاندې کوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوي پوره کوي.

د مرکز ګردېز اړوند پیرباغ یوه اوسېدونکې نور بي بي وايي، که څه هم دوی په تېر نظام کې ځانګړی مارکېټ نه درلود خو بیا یې هم کولی شول، چې په لاس جوړ کړي صنایع بازار ته وړاندې کړي، خو د هغې په خبره چې اوس یې د ځینو کلتوري ستونزو له امله بیخي له یاد کاره لاس اخیستی دی.

نوموړې زیاتوي، چې پخوا یې د ښځو چارو په ریاست کې ځینې وخت په لاس جوړ کړي توکي چې ګڼو ښځو به په نندارتون کې وړاندې کول اوس یې طالبانو مخه نیولې ده.

پکتیا والې میرمنې چې خپل لاسي توکي یې د ښځو چارو په ریاست کې نندارې ته وړاندې کړي چې اوس دغه ریاست طالبانو لغوه کړی او د ښځو مخه یې نیولې ده. انځور: اطلاعات روز

هغه زیاتوي چې په دې کار سره یې نه یوازې د لاسي صنایعو لاس اخیستی بلکې ور سره هم مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم مخ شوې ده.

هغه وايي: «مونږ په تېر نظام کې چې لا طالبان نه و راغلي د لاسي صنایعو په جوړلو به مو ډېرې ښې پیسې ګټلې او له دې لارې به مو خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کولې او په خپل لاس جوړ کړي شیان به راڅخه خلکو پیرل، په تېر نظام کې هم مونږ کوم منظم او ځانګړی مارکېټ یا بازار نه درلود، خو ولې هلته مو کولی شوای چې خپل په لاس جوړ کړي خامک، ګلدوزي او نور شیان په خلکو یا دوکاندارانو وپیرو.»

د دغه ولایت د احمد ابا ولسوالۍ یوه اوسېدونکې تور پیکۍ بیا وايي، چې پکتیا کې ډیری بې سرپرسته ښځې د خپلو لاسي صنایعو په جوړولو د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

نوموړې وویل: «دلته پکتیا کې ډېرې ښځې کونډې دي یا یې د کور هیڅ سرپرست نه وي، نو هغوی بیا په خپلو کورونو کې خپلو ته په پیسو ټیکري، غاړې، خامک دوزي او نور شیان په پیسو جوړوي او د کور اقتصادي اړتیاوې ور باندې پوره کولی شي، خو که اوس ورته طالبان پام وکړي.»

پکتیا کې بې سرپرسته میرمنې په خپلو لاسي توکو د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. انځور: اطلاعات روز

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د ښځو چارو په ریاست کې یو پخواني کارمند چې ځان یې د ځینو ستونزو له امله په مستعار نوم حلال معرفي کاوه، اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل، چې د نظام له سقوط دوه میاشتې وړاندې د ښځو چارو د پخواني ریاست د ځمکې یوه برخه د ښځو د لاسي صنایعو د بازار لپاره ځانګړې شوې وه او د دې لپاره بودیجه هم ورکړل شوه، تر څو هلته په کې د «باغ زنانه» په نوم ښځو ته ځانګړی مارکېټ له ټولو امکاناتو سره یو ځای جوړ کړي، خو د هغه په خبره چې هدف ته له رسېدو وړاندې د جمهوري نظام لمن ټوله شوه او په خلکو د طالبانو نظام حاکم شو.

نوموړي زیاته کړه، که اوس هم د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی بازار جوړ شي، نو نه یوازې د ښځو په لاس جوړو شویو توکو ته به د خرڅلاو زمینه برابره شي، بلکې د ګڼو بې سرپرسته کورنیو اقتصادي ستونزې به هم ورسره هوارې شي.

حلال وویل: «زمونږ د ښځو چارو ریاست په خورا پرمختګ حال کې و، نه یوازې دا چې مونږ په مرکز کې د لاسي صنایعو د ودې لپاره پکتیا والو ښځو ته د نړیوالو موسېساتو پر مټ د زده کړو زمنیه برابره کړې وه، بلکې عملا مو ورته د باغ زنانه په نوم یو بازار چې د ښځو د لاسي توکو د خرڅلاو لپاره جوړېدو کار پیل کړی و.»

تېر جمهوري نظام کې د پکتیا د ښځو چارو ریاست چې اوس طالبانو د امربالمعروف په ریاست تبدیل کړی دی. انځور: اطلاعات روز

د لاسي صنایعو په برخه کې ځینې ښځې چې یې هم خپل کار نه دی درولی، خو تولیدات یې یوازې په خپلو کورونو کې ساتلي د بازار نشتوالی یې په مخ کې لوی خنډ بولي.

دوی د طالبانو مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې د مېرمنو د لاسي صنایعو لپاره دې ورته ځانګړی مارکېټ جوړ کړي، تر څو خپل تولیدات په هماغه ځای کې په ښه بیه وپلوري.

په لاسي صنایعو بوخته مېرمن مرضیه په دې اړه وايي: «مونږ په پکتیا کې اوس ډول ډول لاسي شیان جوړو لکه ټیکري، غاړې، خامک او ګلدوزي، چې ډیری خویندې همدا اوس پرې مصروفه دي او له دې لارې پیسې ګټي. مونږ له حکومت څخه غواړو چې زمونږ دغو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي، تر څو دغه شیان په ښه بیه خرڅ کړو.»

تېر جمهوري نظام کې د لاسي صنایعو په کاروبار بوختې میرمنې چې بیلابیلو پروګرامونو کې یې ګډون کوه. انځور: اطلاعات روز

په دې اړه پکتیا کې د طالبانو ولایتي مسوولین بیا وايي، د لاسي صنایعو برخه کې په تېر جمهوریت کې هم کومې ښځینه سوداګرو شتون نه درلوده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس خالقیار احمدزي اطلاعات روز ته د لاسي صنایعو د ودې برخه کې که څه هم د کوم نوي پروګرام او اسانتیاوو برابرېدو په اړه څه و نه ویل.

هغه وویل: «پخوا هم نه و، په پکتیا کې مونږ د لاسي صنایعو جوړونکې او سوداګرې د جمهوریت پر مهال هم نه درلودې.»

پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین بیا په دې ولایت کې د صنعت کارو میرمنو له شتون بې خبري ښیي. انځور: اطلاعات روز

د لاسي صنعت د پیاوړتیا په موخه د نظام له سقوط څو میاشتې وړاندې د پکتیا ولایت د کليو او پراختيا رياست تر چتر لاندې د ښځینه و لپاره پنځه کلن ملي پروګرام پیل شوی و، چې لومړۍ مرحله یې په مرکز ګردېز او احمداباد ولسوالۍ کې پرانيستل شوه او ورته ۷۲ ميليونه افغانۍ هم ځانګړې شوې او تر څنګ یې د ۱۰۳،۸ ميليونه بلاعوضه نغدي مرسته هم د لاسي توکو لپاره د خامو موادو په موخه ځانګړې شوې وې.