له افغانستان پاکستان ته دپسونو قاچاق؛ پکتیکا کې د ۱۶۰ پسونه مخه نیول شوې

اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې پاکستان ته د ۱۶۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې ده.

پکتيکا کې د طالبانو له امنيې قوماندانۍ څخه نن (پنج‌شنبه، ۳ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولايت کې يې د ۱۶۰ هغو پسونو مخه نيولې چې په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقالیدل.

د خبرپاڼې په حواله چې دغه شمېر پسونه په ۲ مازدا ډوله باروړونکو موټرو کې له غزني ولايت څخه را وړل شوي و، او غوښتل يې چې د پکتيکا ولايت د «شکين او نعمت اباد» ولسواليو له لارې يې ګاونډي پاکستان ته انتقال کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې تړاو طالبانو دوه موټر چلوونکي هم نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په لويو څارويو د پوستکي ناروغۍ ګډه شوې او هم يې د غوښو په خرڅلاو بنديز لګول شوی دی.