انځور: اطلاعات روز

د «کېش‌ایر» په نوم یوه ایراني هوایي شرکت افغانستان ته الوتنې پېل کړې

اطلاعات روز: د ماهان ترڅنګ د «کېش‌اير» په نوم يو بل ایراني هوايي شرکت هم د افغانستان او ايران ترمنځ خپلې الوتنې پيل کړې.

دغه شرکت‌ افغانستان ته د خپلو الوتنو په ترڅ کې لومړنۍ الوتنه پرون جمعه (۴ د وږي) کندهار ولايت ته ترسره کړه.

افغانستان کې د دغه شرکت د الوتنو د پرانیستې له پاره مراسم نيول شوي و، چې د طالبانو ترڅنګ پکې ايراني چارواکو هم ګډون کړی و.

د هوانوردۍ وزارت له پاره د طالبانو د حکومت معين غلام جيلاني وفا وايي، دا د ياد شرکت لومړی پرواز دی چې کندهار ته يې ترسره کوي او له دې وروسته به دغه لړۍ دوامداره شي چې ورسره به د افغانستان او ايران ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې نورې هم ټينګې شي.

د هوانوردۍ وزارت معين وويل، د امريکا او متحدانو په وتلو سره يې د افغانستان د نړیوال هوایي ډګرونو رادارونه، د الوتکو ځغاست ليکي او يو شمېر نورې برخې تخريب شوي چې د بيا رغونې له پاره يې کار پيل شوی او تر ډېره پورې ترميم شوي دي.

دغه راز کندهار کې د ایران سرکونسل علي رضا حاجي زاده بیا وایي، دغه هوایي شرکت به په اونۍ کې دوه ځله له کابل او کندهار څخه ايران ته پروازونه ولري او په دې سره به د دواړو هېوادونو خلکو ته د سفر پرمهال اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي وویل، په تېر يوه کال کې يې سل زره افغانانو ته وېزې ورکړي او په راتلونکي وختونو کې به د هوايي شرکتونو پروازونو ته په کتو دغه شمېر لا نور ډېر کړي.

ده وویل: «دغه پروازونه د ایران او افغانستان پر سوداګریزې راکړې ورکړې ډېره مثبت اغېز درلودلی شي او موږ تمه لرو چې نور هوایي شرکتونه هم افغانستان ته خپل پروازونه له سره پیل کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.» 

د کندهار اوسېدونکي بيا د ټکټونو د بيو د ارزانه کېدو غوښتنه کوي او په دې برخه کې د اسانتياوو پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.

د کندهار اوسېدونکی وحيدالله وايي، سره له دې چې کندهار ته د بېلابېلو هوايي شرکتونو پروازونو ډېر شوي خو د ټکټونو په قيمتونو کې کوم خاص تغير نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان او ايران ترمنځ يوازې ‌د ماهان په نوم يوه ايراني هوايي شرکت الوتنې درلودې.