AFP

دوه پنځه ستوریز هوټلونه او پاتې کیسه

 د «پرویز شمال» د لیکل شوي مطلب ژباړه

د حوض پر غاړه

اطلاعات روز: د فارس خلیج په ساحل کې د لمر تر وړانګو لاندې، څو لویدیځې نجونې او هلکان د سمندر له اوبو څخه ډک حوض کې نیم بربنډه لامبو وهي.

د لبنانۍ موسیقۍ لوړغږ، فضا اغږلې ده. لاندې څو غربي نجونو او هلکانو د نړۍ د مشهورو شرکتونو دلامبو قیمتي جامې پر تن کړي او د سمندر په شګو او د حوض پر چوکیو د سوځیدونکي لمر لاندې پراته دي او د تودوخې څخه خوند اخلي. دا هلکان او نجونې غواړي خپل سپین پوستکي قهوه یي کړي.

هغه طرف ځینې هندي او بنګله دیشي تور پوستي لیدل کېږي چې د ګرمۍ څخه تښتیدلي او د ونو سیوري ته یې پناه ور وړې. دا کارګران د تودوخې څخه د ګلانو او زینتي بوټو د خوندي ساتلو مسولیت لري؛ ګلونه او بوټي ډیرې ګرمۍ ته تاب نشي راوستی. له همدې امله دغه کارګران هر ساعت دغه ګلونه او بوټي اوبه کوي او نه پرېږدي چې د سختې ګرمۍ له امله زیانمن شي.

دا د قطر په دوحه کې د پنځه ستوریز شیراتون هوټل انګړ دی. هرم ډوله شیراتون هوټل په اتیایمه لسیزه کې د قطر د حکومت په مالي ملاتړ د یوه امریکایي ساختماني شرکت لخوا د ۱۰۰ میلیونه ډالر په لګښت جوړ شو. په دې هوټل کې د قطر تر ټولو مهمې ناستې ترسره کېږي. اوس په پام کې ده چې په دغه هوټل کې له دغه هېواده بهر د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو تر ټولو مهم تړون لاسلیک شي. دغه هوټل ته څه دپاسه د ٣٠ هېوادونو استازي راغلي چې د دغې پېښې شاهدان واوسي.

د طالبانو استازي – پګړۍ پر سر، سپين کالي، تور واسکټ او څپلۍ په پښو لري- دغه هوټل میده میده روان دي. ملا عبدالغني برادر، شېرمحمد عباس ستانکزی، امیرخان متقي، عبدالسلام حنفي، سهیل شاهین، انس حقاني او…

لویدیځې نجونې د منځني ختیځ په جامه کې

د دغه هوټل د دهلېز مخې ته د بالکان هېوادونو ښکلې نجونې د مېلمنو هرکلی کوي. د منځني ختیځ په دودیزو او زرینو جامو کې دنګې، سپینې، نازکې، شین سترګې او طلایي ویښتان لرونکې نجونې.

په دغه هوټل کې د مېلمنو د هرکلي لپاره لس ښکلې نجونې ګمارل شوې دي. دغه نجونې د یوې کمیټې له خوا د ښکلا د معیارونو له ارزونې وروسته غوره شوي او روزنه یې هم لیدلې ده.

په دغه ورځ د سربیا یوه نجلۍ د میلمنو هرکلی کوي. یوه نرم خویه او خنده رویه نجلۍ چې د عطرو خوشبویي یې له لېرې حس کېږي. دغه سربي نجلۍ چې زمردي اوږد کميس اغوستی، د طالبانو استازو ته په خندا او نرمه ژبه ښه راغلاست وايي. بیا په چایو، خرماوو، لبناني او ترکي خوږو سره د هغوی میلمه پالنه کوي.

د طالبانو استازي هم دغه نجلۍ ته د سترګو لاندې ګوري؛ مګر دا ممکنه ده چې یوه نجلۍ په دومره نرم خوی، ناز او ادا سره ونه لیدل شي!

د دې هوټل په انتظار ځای کې نرم فرنیچر ایښودل شوي دي. د طالبانو استازي یاد هوټل ته د تګ او راتګ پر مهال دغه فرنیچر کې دمه کوي. شیراتون هوټل ته میلمنو تک-راتک زیات دی. ډیری وخت، لویدیځې نجونې د اوړي په جامو کې د طالبانو د استازو تر مخ تیریږي او د عطرو بوی د طالب استازو تر پوزې رسوي.

دا هوټل څه باندې ۳۵۰ خونې او ۲۶ تالارونه لري. خونې ډیری وخت له میلمنو ډکې وي او تالارونو کې هم یو نه یو ډول مراسم روان وي؛ رسمي غونډې او حتا د واده مراسم.

زیړ ویښته موسیقاره

د شیراتون هوټل فضا تل له موسیقۍ سره مله وي؛ لبنانۍ او لویدیځه موسیقي د ماهر او تکړه موسیقارانو لخوا غږول کیږي.

نن د پیانو غږولو وار دی.

د ختیځې اروپا یوه سپین مخې، د ښکلې څیرې لرونکې نجلۍ چې لنډ کمیس یې اغوستی، پښې یې له ځنګنو لږ څه پورته لوڅې دي او د طالبانو له استازو سره په څو متري کې د پیانو په کلي ګانو خپلې نازکې کوتې ګرځوي او فضاء کې موسیقي خوروي.

په دوحه کې د شیراتون هوټل د میلمه پالنې په برخه کې یو له خورا مشهورو هوټلونو څخه دی، دغه ځای کې د ښې میلمه پالنه لپاره ډیرې پیسې لګول کیږي او ډیرې ښکلې، ښکلې کوربنې د ښه راغلاست او خدمت په موخه ګمارل کیږي.

عربان له خوړو سره زياته علاقه لري، نو د شيراتون هوټل په پخلنځي کې له لېرې ختيځ تر منځني ختيځ، اروپا او جنوبي اسيا هیوادونو خواړه پخېږي او د دغه هوټل رستورانت تل مېلمانه لري. ځینې ​​​​وختونه د یو شمیر هیوادونو استازي په رستورانت کې سره ګوري.

کله چې د لمانځه وخت را رسیږي، د طالبانو استازي تالار کې لمونځ په جَمعې سره ادا کوي. کله ناکله د تګ-راتګ لار هم تړل کیږي.

په اسلام کې په جَمعې سره لمونځ کول ډېر ثواب لري؛ خو د طالبانو د جماعت تر شا د قطر شیخان په زینتي څوکیو تکیه کړي ناست دي. ما هیڅ غیر طالب نه دی لیدلی چې د طالبانو سره د جَمعې لمونځ ادا کړي.

ایرلینډی ساز

د دې هوټل په ښکته پوړ کې د دوحې ښار مشهوره شراب خانه ده؛ ایرلینډۍ شراب خانه یا ایرلینډی ساز.

قطر د دوبۍ ښار په څیر ډیر شراب پلورنځي او شراب خوني نلري؛ مګر دوحه یوه نوموتې شراب خانه لري چې تل د شراب څکونکو ډکه وي.

په ایرلینډۍ شراب خانه کې، نجونې ،هلکان، ښځې او نر  په یوه جلا ارام ځای کې شراب څکي.

ځوان او ښکلي بهرني ساقیان پیالې ښي او چپ خواته اړوي، را اړوي او شراب څکونکو ته یې رسوي. چې ډیری شراب څکونکي یې بهرنیان دي. دلته، د شیرازي هغه بیت ښه انځوریږي چې وایي: «الا یا ایهاالساقی ادرکاساً و ناولها…[ای ساقي په تاویدو، راتاویدو سره جام زما تر لاسو را ورسوه …]»

د شراب خونې په هغه خوا کې هنرمندان لویدیځه موسیقي غږوي او سندرې وایي.

د هغې ورځې په پای کې، چې کله په دغه هوټل کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي او د طالبانو د ډلې د مرستیال ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو، د ایرلینډ په شراب خانه کې د خوند اخیستلو ګرمه میلمستیا جوړه شوې وه؛ په هغه شپه ټول موسیقاران او سندرغاړي غربي نجونې وې.

د دغه هوټل په دیوالونو کې تر ډېره د ۱۹مې پېړۍ د صحرایي عربانو عكسونه لیدل کېږي؛ بې کوره او بې ښځو عربان.

د نولسمې پېړۍ صحرا میشتو عربانو چې تېلو او ګازو ته يې لاس رسى نه وو پیدا کړی، په ګرمو او سوځیدونکو دشتو کې یې سخت ژوند تیروه، قهرجن او وروسته پاتې وو؛ مګر نن چې بډایه دي د نوي عصر سره یې ځان جوړ کړی دی. که څه هم خپلې ښځې یې په حقیقي معنی ازادي نه لري؛ خو د خلیج د سیمې په ځینو هیوادونو کې فضا بدله شوې او د دې سیمې د هیوادونو ځینې ښارونه د بهرنیو اتباعو او د صحرایي عربو د اولادونو د تفریح ​​ځایونه ګرځیدلي دي.

د کابل ویاړ

خو له دوحی څخه څه د پاسه زر میله لېرې، پنځه ستوریز انټرکانټیننټل هوټل دوحه کې د شراتون هوټل څخه لس کاله وړاندې د یوه برتانوي انجینر له خوا د باغ بالا غونډۍ پر سر د تاکونو، نښترو، نسترن بوټو او د سروی او ارغوان ونو په منځ کې جوړ شو.

دا هوټل شاوخوا ۲۰۰ خونې، اته تالارونه، درې  شراب خونې او د لامبو حوض درلود.

د کابل پنځه ستوریز انټرکانټیننټل هوټل له نړیوالو معیارونو سره برابر و او د اسیا د غوره کانټیننټل هوټل جایزه یې ګټلې وه.

د دې هوټل له کړکیو کتل د کابل ښار لویه برخه پوښي.

د دې هوټل د سویلي برخې غوڼدۍ په لوړ ځای کې د پیربلند په نوم یو زیارت دی. دا زیارت به د چهارشنبې په ورځ د ځوانانو په ځانګړې توګه د محصلینو کوربه و. دې زيارت ته زياتره ځوان هلکان او نجونې راتللې او ويلاى شو چې پيربلند د هلکانو او نجونو تر منځ د میینانو دیدن ځای باندې بدل شوی و؛ دغو دیدنونو د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر نسکوریدو پورې دوام درلود.

په څلویښتمه لمریزه لسیزه- او حتا تر شپیتمې لمریزې لسیزې پورې- بهرنیو میلمنو د کابل پنځه ستوریز انټرکانټیننټل هوټل د حوض پر غاړه پاکه او صفا هوا کې د لمر وړانګو ته خپل بدنونه لوڅول او د لمر له تودوخې څخه یې خوند اخیسته.

د هغه وخت څخه پاتې انځورونه د شیراتون هوټل له اوسني انځور څخه ډیر توپیر نلري.

د استرالیا په سیډني ښار کې د دغه هوټل پخواني رییس حفیظ جان حبیبي راته وویل، چې د دغه هوټل ۵۲ سلنه برخه د «پان ام» (پان امریکن) هوايي شرکت وه، او تر دې کمه د افغانستان د خزانې وزارت وه.

انټرکانټیننټل هوټل چې د کابل په غوره ځای کې جوړ شوی، ځانګړی شهرت درلود. په دې هوټل کې ډیری شخصي او رسمي غونډې جوړیدلې. حتی د هیواد لومړي ولسمشر داوود خان هم په دغه هوټل کې خپلې شخصي ناستې او غونډې ترسره کولې.

په تېرو څو لسيزو کې به بهرنيو مېلمنو د کابل انټرکانټیننټل هوټل د حوض پر غاړه خپل بدنونه لوڅول او د لمر وړانکو لاندې به یې په پاکه او صفا هوا کې د لمر له تودوخې څخه خوند اخیسته.  انځور: ټولنیزې رسنۍ

د انټرکانټیننټل هوټل شراب خونې

په (۱۳۵۳) کال کې د توریالي شفق په ژوند یاد د «مجسمه‌ها می‌خندند»، په نوم جوړ شوی فلم چې یوه برخه یې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړه شوې، لیدل کېږي چې په پنځوسمه لسیزه کې د پامیر تالار رسټورانټ او شراب خونه د اوسني شیراتون هوټل په څیر فعال دي او بهرني هنرمندان پکې په ژوندۍ بڼه موسیقي غږوي.

حفيظ جان وايي، چې د ډاکټر نجيب الله د حکومتولۍ تر پايه پورې د دغه هوټل په لومړي پوړ د بامیان-نورستان په تالارونو کې دوه شراب خونې او په څلورم پوړ پامیر تالار کې یوه شراب خونه فعاله وه. د پان امریکن شرکت د دې هوټل د شراب خونو لپاره عصري او معیاري وسایل راوړي وو. اوس د یادو شراب خونو له یخچالونو څخه په پخلنځي کې د میوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه کار اخیستل کېږي.

په هغه وخت کې دوه پخلنځي فعال وو: یو په لومړي پوړ کې د کورنیو میلمنو او د هغو مراسمو لپاره چې د لومړي پوړ په تالار ترسره کیدل او بل په پنځم پوړ کې د بهرنیو میلمنو او هغو مراسمو لپاره چې د پامیر په تالار کې ترسره کیدل.

دغه هوټل هم د هېواد د مشهورو څېرو او تلپاتې هنرمندانو لکه احمدظاهر، ظاهر هويدا، ډاکټر صادق فطرت، ناشناس، نی نواز، استاد ننګيالی، استاد سليم، سرمست، احمدولي، هنګامه، حيدرسلیم، رحیم جهانی او… داسې نورو ترمنځ د دوستانه ناستو ځای و.

د خلق ديموکراتيک ګوند په دوره کې د انټرکانټيننټال هوټل پخوانی ریيس حفيظ جان وايي، چې په هغه وخت کې د سريلانکا د موسيقۍ يوې ډلې په اوونۍ کې يو ځل په دغه هوټل کې کنسرت ورکاوه او له داخلي هنرمندانو څخه زیاتره وخت وحيد قاسمي او رحيم جهاني سندرې ویلې.

د حفیط جان په خبره، هغه وخت چې د ایران مشهور سندرغاړی ګوګوش، کابل ته راغلی و، هم په همدې هوټل کې و.

نورو هنرمندانو هم څو،څو ځله په دغه مشهور هوټل کې کنسرتونه ورکړي دي.

نه راګرځیدونکی سقوط

مګر د مجاهدینو په راتګ سره دا ازادي او دا فضا بدله شوه. شراب خونې یې د تل لپاره وتړل شوې اود لامبو حوض یې د خځلو په ډیران بدل شو.

هغه ځای چې یو وخت د احمدظاهر، ظاهر هویدا او نورو د خندا، ټوکو او خندا شاهد و، د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګیدو وروسته خپل شان او شوکت له لاسه ورکړ او هغه دبدبه او ویاړ یې بیا ترلاسه نه کړ.

کابل کې د کورنیو جګړو پر مهال دغه د شان او شوکت ډک هوټل د جګړې د ښکېلو خواوو تر منځ د جګړې په کرښه بدل شوی و او ځینې شته توکي یې لوټ شول.

زما یاد دي چې په اویایمه لسیزه کې د دې هوټل سامانونه د «کهنه فروشي» بازار کې پلورل کیدل. په هغه وخت کې، د انټرکانټیننټل هوټل ټول وسایل، د دروازو له چابیانو نیولې تر تر پیالو، ډوډۍ خوړلو لوښو او د شرابو شیشه یې پیالو پورې، چې ټولو یې د انټرکانټینینټل لوګو درلوده؛ له بده مرغه چې ما د کابل په «کهنه فروشي» بازار کې لیدل.

طالبانو په خپله لومړنۍ دوره کې اول برید د بامیانو په تالار کې د بودا پر مجسمه وکړ. د انټرکانټیننټال هوټل یوه کارمند راته وویل، هر کله چې طالبانو د بودا مجسمه په تبر وهله، نو د دې مجسمې پر جوړونکي به یې لعنت ویل چې دا مجسمه یې په څومره سخته او مقاومه جوړه کړې ده. خو دغه وړه مجسمه د طالبانو د تبر د ګوزارونو په مقابل کې له ډېر مقاومت وروسته نسکوره شوه او پر دیوالونو چې کوم انځورونه و، هغه هم د لونګۍ دارو طالبانو لخوا له منځه یوړل شول.

دا نو هغه وخت چې د دې هوټل شان او شوکت له منځه تللی و، یوازې تش دیوالونه او چت یې پر ستنو ولاړ پاتې و.

د «پان ام» دردناک برخلیک

د چهار شنبې ورځ ماسپښین (۱۳۶۷ لمریز کال د لیندۍ په ۳۰مه) د امریکا د هوايي شرکت ۷۴۷-۱۲۱ بوینګ الوتکې ۱۰۳مه الوتنه، چې ۲۴۳ مسافر او د الوتکې ۱۶ تنه خدمتګاران پکې سپاره وو، د لندن له هیترو هوايي ډګر څخه د نیویارک د جان ایف کینیډي هوايي ډګر ته الوتنه وکړه؛ خو له الوتنې وروسته په دې الوتکه کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه او ټوټې یې د سکاټلنډ په لاکربي ښار کې ولوېدې. په دې پيښه کې څو کورونه ويجاړ شول او د لاکربي ښار ١١ تنه اوسيدونکي هم ووژل شول او د دغې پيښې د قربانيانو شمير ٢٧٠ تنو ته ورسيد. له همدې امله یادې پیښې ته د لاکربي پیښه هم ویل کیږي.

دا تروریستي پیښه د لیبیا لخوا طرحه او پلان شوې وه.

د امریکا «پان‌ ام» هوایي شرکت په نړۍ کې ترټولو باوري شرکت و؛ مګر له انټرکانټیننټل هوټل څخه ډیر دردناک برخلیک درلود.

د لاکربي تروریستي پیښې د دې معتبر شرکت د ړنګیدو زمینه برابره کړه او د ۱۳۷۰ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګیدو څو میاشتې وړاندې او په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیل سره دغه شرکت له منځه ولاړ.

د «پان ام» شرکت له ړنګیدو وروسته افغانستان د انټرکانټیننټال هوټل یوازینی ونډه لرونکی شو.

پر انټرکانټیننټال هوټل د طالبانو برید

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هوټل بیا ورغول شو؛ مګر هغه پخوانی شان او شوکت یې نه درلود.

په دې وخت کې حکومت او خصوصي سکتور دواړو هڅه وکړه چې دغه هوټل د هوټل پر معیارونو برابر کړي. دا هوټل چې تازه د پام وړ ګرځیدلی و، طالبانو پرې خپل لومړنی پیچلی برید پلان او عملي کړ(اوړی ۱۳۹۰).

زما یو ملګری چې د برید په لومړۍ شپه یې د خپل ورو د زوکړې ورځ لمانځله وایي: «زموږ د کورنۍ ټول غړي او نور مېلمانه د حوض په غاړه په څوکیو ناست وو چې د پرلپسې ډزو غږ واورېدل شول.»

زما دغه ملګری چې هغه شیبه یادوي خپلو خبرو ته دوام ورکوي: «څو شېبې وروسته یو بریدګر چې ویښتان یې تر اوږو پورې رسیدل، پر مېلمنو ډزې وکړې او زما څنګ ته ناست کس پر سر ولګیده او ووژل شو.»

په هغه شپه، ټول پریشان او وډار شول او د تاکونو په مینځ کې یې د یوې دروازې له لارې ځانونه وژغورل. په هغه برید کې اوه تنه ووژل شول او هوټل د څه مودې لپاره وتړل شو.

په یاد برید کې د دغه هوټل یوې برخې اور واخیست او وسوځیده.

دوهم برید د ۱۳۹۶ لمریز کال ژمی کې ترسره شو. په دغه برید کې اته افغان او ۱۴ بهرني اتباع ووژل شول. سراج الدین حقاني، هغه ترهګر چې د امریکا متحده ایالاتو یې پر سر انعام ټاکلی او په لټه کې یې و، د کابل له نیولو وروسته یې وویل چې دا برید «حضرت محمد صلی‌الله‌ علیه وسلم» رهبري کوه.

ډېری داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبان خلیجي هېوادونو کې د ځینو حلقو له خوا تمویلېږي؛ خو عرب شیخان په خلیجي حوزه کې د تفریحي ځایونو پر جوړولو او خپلو هیوادونو ته د زیاتو سیلانیانو د راجلبولو لپاره ډیرې پیسې لګوي. خو دلته د جګړې او ترورستي کړنو د دوام لپاره پیسې ورکوي؛ مطلب دا چې دلته تفریح ​​حرامه او هلته حلاله!

ویاړ او دبدبه په دوحه کې، ډار په کابل کې

په دوحه کې پنځه ستوریز شیراتون هوټل د ټولنې د لوړ پوړو او بهرنیو اتباعو ځای دی. کله ناکله د دغه پنځه ستوریز هوټل په تالارونو کې د ودونو، زیږون او رسمي مراسمو په څیر مراسم ترسره کیږي، هلکان او نجونې دغلته په ازاده توګه نڅا کوي.

خو دلته د کابل انټرکانټیننټل هوټل ته ډیری تلوونکي کسان د طالبانو د برید څخه به په ویره کې وو. په انټرکانټیننټل هوټل د طالبانو په دوهم برید کې، بریدګرو د هوټل په رستورانت کې چې هغه شپه ګڼ مراسم نیول شوي وو، میلمانه د موسیقۍ به اوریدو ضربه کړل. بیا یې د هوټل ټولې خونې په تلاشي کولو سره کورني او بهرني مېلمانه په خپلو خونو کې ووژل.

په شیراتون هوټل کې، اوکراینۍ موسیقاره په لوڅو پښو د میلمنو لپاره پیانو غږوي؛ خو دلته د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې د کام ایر شرکت مېلمنې اوکراینۍ نجونې چې په دغه هوټل کې یې شپې تېرولې، وویشتل شوې او بې رحمانه ډول په قتل ورسیدې.

د دوحې په شېراتون هوټل د امنیت ساتلو لپاره وسله وال نه لیدل کېږي؛ خو دلته په انټرکانټیننټل هوټل کې له دغو دوو بریدونو وروسته اوه امنیتي دروازې او تلاشي ځایونه جوړ شوي دي.

په شېراتون هوټل کې د ښه راغلاست په دفتر او د هلیز کې ښکلې نجونې مېلمنو ته ښه راغلاست وايي او لسګونه نورې ښکلې نجونې د مېلمنو د هرکلي لپاره ګمارل شوي؛ خو دلته د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې د هوټل کارکوونکي چې ډېری یې نارینه دي، د مېلمنو هرکلی کوي.

په کابل کې د انټرکانټیننټال هوټل یوې کارکوونکې راته په ۲۰۱۹ کال کې وویل چې پر دغه هوټل د طالبانو له بریدونو وروسته یو شمېر ښځینه کارکوونکې له دندې تللې دي. یو څو نورې کارمنداندانې چې اوس هم شتون لري ماښام دمخه کور ته ځي.

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ورځو کې په شېراتون هوټل کې د شپې تېرولو ځای نه و او ټولې خونې یې کرایه شوې وې؛ خو د انټرکانټیننټل کابل هوټل د ګوتو په شمیر میلمانه درلودل. د دې هوټل یوه کارکوونکي راته وویل چې پر دې هوټل د طالبانو له برید وروسته د کال په غوره میاشتو کې د هوټل ۳۰ سلنه خونې مېلمانه لري، نورې ټولې تشې وي.

کم عاید او د میلمنو لږ شمیر هم د دې هوټل خدمات اغیزمن کړي او اوس دا هوټل د یوه پنځه ستوریز هوټل په څیر نه تر سترګو کېږي.

یو دین دوه معناوې

نن نه یوازې په قطر او متحده عربي اماراتو کې بلکې سعودي عربستان چې د نړۍ د مسلمانانو قبله ده، هم په خپلو سختو سیاستونو کې بدلون راوستی دی. همدا درې کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره له لوېديځ څخه ښځينه سندرغاړې رابلل شوې وې او په نيمه لوڅ بدن يې نڅا وکړه او او سندرې یې وویلې.

پخوا سعودي ته تګ یوازې د حج لپاره وو، خو نن سبا د دغه هېواد ځینې برخې د تفریح ​​لپاره چمتو کېږي او د دې پوښتنې ځواب مې تراوسه نه دی ترلاسه کړی چې دا او هغه سره څه فرق لري؟

جنت ته څیرمه

طالبانو لږ تر لږه څلور کاله په قطر کې ژوند تېر کړی او له داسې تصویرونو سره مخامخ شوي چې تر دې وړاندې نه وو مخ شوي.

اوس د طالبانو استازي له هغو ښکلو نجونو سره مخ کېږي چې زړه راښکونکې ښکلا او د ښکلو عطرو بوی ترې ځي. د اویایمې لسیزې طالبان له دې فضا او هوا لېرې وو؛ جنت ته نږدې فضا.

د هېواد تکړه او نامتو ژورنالېست او د جنوبي اسیا لپاره د نیویارک ټایمز مسوول مجیب مشعل په خپله یوه لیکنه کې یاده کیسه انځور کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا برادر ترمنځ به خبرې اترې زیاتره وخت د ملا برادر په کوټه کې ترسره کیدې.

یوه ورځ د ملا برادر د کوټې پردې کش وې او د دې کوټې له کړکۍ نه د لامبو حوض ښکارېده.

يو شمېر روسي هلکان او نجونې چې د تفريح لپاره راغلي وو، د لمر ګرمي ته د دغه حوض تر څنګ لوڅ پراته وو.

زلمی خلیلزاد د دغو هلکانو او نجونو په لیدلو سره ملا برادر ته په ټوکې سره وویل: «شاید تر دې اندازې جنت ته نه وې نږدې شوی.» بیا ملا برادر سمدستي د خپلې کوټې د کړکۍ پرده راښکته کړه تر څو بهر ونه لیدل شي. [هغه پرده که خلیل زاد یاده خبره نه وی کړی کیدای شي نه وی راښکته شوی.]

په اسلام کې د نیک عمل ترسره کول د جنت زیری دی. طالبان د جنت د ترلاسه کولو لپاره چې هغه کې ورته د ښایسته حورو، علمانو او شرابو وعده ورکړل شوې جنګیږي او ځان وژني تر څو هغه څه ته ورسيږي چې که حقیقت ولري. هغه هم په هغه قیمت دې هیلو ته رسیدل غواړي چې ملایانو ورته تعبیر کړي دي؟ د خلکو د یوې لویې برخې ژوند خرابولو او د ډیرو بې ګناه وګړو وینې تویولو سره.

خو په خلیجي هېوادونو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډېرې ښکلې نجونې شته او ډول، ډول شراب په هوایي ډګرونو او هم په ښارونو کې په ازادانه ډول پلورل کېږي.

ځینې وخت داسې انګیرم چې شاید دوی د فرزانه نیشاپور له ویناوو څخه الهام اخیستی وي:

«گویند بهشت و حور و عین خواهد بود

آن‌جا می‌ ناب و انگبین خواهد بود

گر ما می و معشوقه گزیدیم چه باک

چون عاقبت کار همین خواهد بود»

ژباړه: وايي جنت حورې علمان به وي

هلته شراب او انګبین به وي

که موږ شراب او معشوقه خوښه کړه څه خبر

ځکه انجام د کار دغه شی وي