اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز او سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه ځوانانو ځانونه زندۍ کړي دي.
سرچینه زیاتوي، یو له دغه ځوانانو څخه چې د کندهار د اوومې ناحیې اوسیدونکی و، تېره ورځ (۴ د وږي) ماسپښن ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا، چې دغه کس له ډېري مودې راهيسې کورنۍ ستونزې درلودې او له همدې امله يې ځان وژنه کړې ده.
خو کندهار ښار کې د طالبانو امنيتي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ورته مهال د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قوماندان محمد هاشم محمود اطلاعات روز ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې هم یو ځوان ځان وژنه کړې ده.
محمود وایي، دغه کس عبدالرحيم نومېده او د سپين بولدک ولسوالۍ د نوي کلي د دوهمې حوزې اصلي اوسېدونکی و، چې تېره ورځ ماښام یې ځان ځان وژلی دی.
هغه وایي، عبدالرحیم هغه وخت ځان وژنه کړې چې د ده د خوښې نجلۍ بل کس ته په نکاح ورکړل شوې وه.
د يادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې وه.