انځور: ټولنیزې رسنۍ

کونړ کې ماین چاودنې د ملکي وګړو په ګډون اووه طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: د کونړ مرکز اسداباد کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو طالب سرتیری وژل شوی او د ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ لپاره د طالبانو د امنیې قومندان مولوي عبدالحق حقاني رسنیو ته په استول شوي ویډیوي کلیپ کې ویلي، چې نن سهار (یکشنبه، ۶ د وږي)  شاوخوا ۰۸:۳۰ بجې د کونړ مرکز«اسدآباد» بازار کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د طالبانو په یوه رینجر موټر چاودنه کړې.

نوموړی وایي، په یاده چاودنه کې یو طالب سرتیری وژل شوی،۳ تنه نور ټپیان دي او همدارنګه په چاودنه کې ۳ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

حقاني همداراز زیاتوي، چې ځواکونو یې له چاودنې وروسته په سیمه کې درې مشکوک کسان هم د یادې چاودنې په تور نیولي دي.

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.