پکتیا  کې د سیلابونو له امله ۲۷۰۰ کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم له تېرو څو اونیو راهیسې سیلابونو خلکو ته د ګڼو مالي او ځاني زیانونو سربېره پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له وجې سلګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي چې له کبله یې څلور کسان مړه شوي هم دي.

د پکتیا ولایت د حوزوي روغتون د روغتیاپالانو مشر اصیل خان ناصري اطلاعات روز ته وویل، چې دوی ته د درملنې په موخه هره ورځ لسګونه کسان مراجعه کوي.

هغه وايي، تر اوسه حوزوي روغتون ته ۱۶۰۰ ماشومان او ۱۱۰۰ د زیات عمر کسان چې په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي د درملنې په موخه مراجعه کړې ده.

ناصري همدا راز زیاتوي، چې د دغې ناروغۍ له کبله له دوی سره ۱۱۰۰ کسان بستر شوي او څلور نور ورڅخه مړه شوي هم دي.

هغه وویل: «د سیلابونو له شروع تر دې دمه ۱۶۰۰ ماشومانو او ۱۱۰۰ د زیات عمر کسانو مراجعه کړې چې هغوی په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي وو په دې کې ۷۰۰ ماشومان او ۴۰۰ لویان له مونږ سره په روغتون کې بستر دي او څلور کسان بیا مړه شوي دي.»

پکتیا کې روغتیایي مسوولین وایي، د سیلابونو له پېل راهیسې دغلته ګڼ کسان په نس ناستې اخته شوی دي. انځور: اطلاعات روز

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس صدرالدین عزام څه موده وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله د نس ناستې ناروغۍ پراخه شوې او ګڼ کسان ور باندې اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې ناروغۍ د زیاتېدو لامل پاکو اوبو ته د خلکو نه لاسرسی دی او په وینا یې د مخنیوي لپاره یې په روغتیا برخه کې له اړونده همکاره موسېساتو سره خبرې کړې او له هغوی یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

عزام همدا راز ویلي، چې ځینو سیمو کې یې روغتیايي کېټونه هم وېشلي، تر څو د نس ناستې یا اسهال مخه ونیول شي.

هغه ویلي: «سیلابونو نه یوازې په پکتیا کې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي، بلکې دغې ناروغۍ ګڼ کسان په نس ناستې ناروغۍ هم اخته کړي دي، ۹۳۰ کسان په مرکز ګردېز کې، ۱۹۷ په زرمت، ۹۱ په سید کرم او ۲۵۴ په احمدابا ولسوالۍ کې په نس ناستې نارغۍ اخته شوي دي.

مونږ د دې لپاره ځینې روغتیايي ټیمونه هم ګمارلي تر څو خلکو ته عامه پوهاوی او هم طبي کېټونه ورکړي.»

پکتیا کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ویلي د نس ناستې ناروغۍ مخنیوي لپاره یې د همکارو موسېساتو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده. انځور: اطلاعات روز

ورته مهال بیا د ځینو لېرې پرتو سیلاب ځپلو ولسوالیو اوسېدونکي نیوکه کوي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د نس ناستې ناروغانو لپاره کافي درمل نه ورکوي.

د دوی په خبره چې یادو مرکزونو ته ناروغانو په ور وړلو د روغتیاپالانو له لوري ویل کیږي، چې دوی سره درمل نشته او د ګردېز ملکي روغتون ته یې انتقال کړئ.

په دې اړه د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سیمې یوه اوسېدونکي میرولي چې د کورنۍ درې ماشومان یې په نس ناستې اخته شوي، اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې د سیمې کلینیک ته یې مراجعه کړې خو د مسوولو کسانو له لوري ورته ویل شوي، چې خپل ناروغان د ګردېز ملکي روغتون ته انتقال کړي.

هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی چې په شخصي درملتونونو کې درمل واخلي او یا یې هم تر مرکز ګردېز یوسي.

نوموړی د عامې روغتیا له ریاست غوښتنه کوي، چې د دوی د سیمې ملکي روغتون ته د نس ناستې او نورو ناروغیو درمل ورکړي، تر څو په اوس کې ورسره مخ خلک له ستونز خلاص شي.

میرولي وايي: «مونږ دلته په سهاکو سیمه کې اوسېږو دغه سیمه سیلاب دومره وځپله چې هر څه مو له لاسه ورکړل، څه مو چې کرلي و، ټول له منځه لاړل او هم مو د سرپناه کورونه ویجاړ شول، اوس پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو او درې ماشومان چې یو ۶ کلن دی، بل ۹ کلن او دریم یې څلور کلن دی په نس ناستې اخته شوی او درملنې ته یې اوس حیران یو، د کلینیک ډاکټران راته وايي، چې دا ګردېز ته یوسه مونږ سره درمل نشته، نو زه د ګردېز کرایه نه لرم څنکه یې یوسم او درملنه یې وکړم.»

د پکتیا د ولسوالیو اوسیدونکي په ځایي روغتیایي مرکزونو کې د درملو د نه شتون خبره کوي وایي، ډاکټران ورته وایي درمل خلاص شوي دي. انځور: اطلاعات روز

که څه هم د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو روغتیايي مسوولین په ځینو سیمو کې د طبي کېټونو د ویش خبره کوي، خو د مرکز ګردېز ځینې اوسېدونکي بیا نیوکه کوي، چې دوی ته ورکړل شوي روغتیايي درمل او صابون له وخت تېر شوي دي.

د ګردېز یوه اوسېدونکی وزیر ګردېزی داسې وايي: «مونږ ته تېره ورځ د یوې موسېسې له لوري صابونونه راکړل شول، چې کله مونږ یې تاریخ ولیده، نو هغه له میاده تېره شوي و او پوی شو چې دا د ګټې پر ځای تاوان کوي.»

د ځینو کسانو چې وس رسیږي په شخصي درملتونونو کې درمل اخلي. انځور: اطلاعات روز

بل خوا په پکتیکا ولایت کې هم د سیلابونو او پاکو اوبو ته د لاسرسي له امله ناس ناستې ته ورته ناروغۍ ګڼ کسان نیولي دي، د دغه ولایت د مرکز  ښرنې یوه اوسېدونکي حاجي محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د محمد خېلو په کلي کې تر ۱۵ ډېر کسان په نس ناستې نارغۍ اخته شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه، چې د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست دې لاس په کار شي او هغو سیمو ته دې روغتیايي ټیمونه واستوي، چې خلک یې د سیلابونو له امله زیانمن شوي او په ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي وویل: «زمونږ د محمد خېلو په سیمه کې سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي، د کاریزونو اوبه مو وچې شوې او اوس مو ماشومان او لویان په نس ناستې اخته شوي ۱۵ کسان به په دغې ناروغۍ اخته دي، غوښتنه مو دا ده چې درمل باید راکړل شي، دلته دې ډاکټران را ولیږي تر څو خلک وپوهوي او هم ورته اړوند درمل ورکړي.»

د پکتیکا ملکي روغتون کې ناروغان د درملنې په حال کې. انځور: اطلاعات روز

د یادونې ده، چې کولرا ته ورته د نس ناستې ناروغۍ له امله د سویل ختیځ زون د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې لسګونه کسان پرې اخته شوي و او له کبله یې ۱۴ کسانو خپل ژوند هم له لاس ورکړی و، د دې سربېره د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې هم د یادې ناروغۍ له وجې ځینې کسان مړه شوي، خو دقیق شمېر یې نه و په ډاګه شوی او روغتیا پالانو یې لامل زلزله بللې وه، چې په سیمه کې یې د پاکو اوبو زېرمې له منځه وړې وې.