SM

د کندهار معروف ولسوالۍ کې سېلابونو د پنځو تنو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ کې سېلابونو د دوو ماشومانو په ګډون د پنځو تنو ژوند اخیستی دی.

د معروف ولسوالۍ يو تن قومي مشر محمد حنيف اطلاعات روز ته وويل، چې د تېرې ورځې (شنبه، ۵ د وږي) له سهار راهيسې بيا تر اوسه پورې راوتلو سېلابونو د پنځه تنو ژوند اخیستی دی.

نوموړی وايي، په مړو شويو کسانو کې دوه ماشومان او درې تنه لويان شامل دي.

د ‌ده‌ په خبره، د کلیوالو په مرسته یې یو ټپی کس هم د سیلاب له اوبو ژِغورلی دی.

دغه قومي مشر زیاتوي، سېلابونو له پرون راهیسې د استوګنې کابو شل کورونه نړولي او ډیر باغونه یې لاندې کړي دي.

هغه وویل: «دوه ماشومان او درې لويان مړه دي، یو بل کس ژوبل دی، يو ټکټر او پنځه موټر يې وړي، څه کم شل کورونه يې نړولي، تراوسه اوبه روانې دي، ځينې کسان اوس هم په خپلو کورونو کې بند پاتې دې او د ژغورنې عمليات يې دوام لري.»

ومو غوښتل چې په دې اړه ‌کندهار کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو خو د مخابراتي شبکو د خرابولي له کبله بريالي نه شولو.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په تېرې یوې میاشت کې د سېلابونو له امله درې زره ۱۰۹ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.