اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو امنیتي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
لوګر کې د طالبانو امنیتي کسان وايي، چې نن ماسپښین (دوشنبه، ۷ د وږي) شاوخوا ۰۱:۰۰ بجه د دغه ولایت په «جمعه کلا» سیمه کې یوه سراچه موټر یو کس وهلی او مړ کړی یې دی.
د دوی په خبره چې د مړه شوي کس جسد یې د مرکز پل عالم اړوند «کنجک» روغتون ته استولی ترڅو یې خپلوان یا د کورنۍ غړي پیدا او جسد ورته وسپارل شي.
هغوی زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې یې د سراچه موټر ډریور د تېښې پر مهال نیولی دی.
د کابل – ګردېز ترمنځ پر لویه لار په لوګر ولایت کې ډیری ترافیکي پېښې له مرګ، ژوبلې سره مل وي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.