ننګرهار کې سلګونه میرمنو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د يوه خيريه بنسټ له لوري ۱۸۵ بېوزله میرمنو ته د وړو کاروبارونو په موخه د خياطۍ په برخ کې د خرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د ګل بهار په نامه د دغه خیریه بنسټ مسوول عبدالهادي وایي، د دې مېرمنو شمېر ۱۸۵ تنه دی او ۳۵ نورې يې هم یو میاشتنۍ زده کړو ته جذب کړي، چې تر فراغت وروسته به هغو ته هم وسایل په واک کې ورکړل شي.

هغه وايي، د هرې مېرمنې په روزنه او وسایلو څه د پاسه ۳۰زره افغانۍ لګښټ راځي او موخه يې د دوی د کورني اقتصاد پیاوړتیا ده.

عبدالهادي زیاته کړه:«ټولو میرمنو ته تر فراغت وروسته وسایل په واک کې ورکوو، په دوی کې زیاتره میرمنې کونډې او یایې خاوندان په نشه یي توکو اخته دي.»

نوموړی همداراز وایي، چې له تیرو نهه کلونو راهیسې په یاده برخه کې فعالیت کوي، چې تراوسه یې له شپږ زرو څخه زیاتې میرمنې د خیاطۍ په برخه کې روزلي دي.

نوموړی وایي، په دغه پروګرام کې زیاتره هغه میرمنې دي چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده او اوسمهال سرپرست نه لري.

 د یاد پروګرام مسوولین زیاتوي، موخه یې په کور دننه د بې وزله میرمنو په ځان بسیا کیدل دي او هڅه کوي د زده کړو په برخه کې یاد پروګرام د دغه ولایت لېرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.

هغه مېرمنې، چې پدې پروګرام کې روزل شوي او یا  يې اوس د زده کړو لړۍ پیل شوې، خوښي ښکاره کوي او وايي، د اقتصادي ستونزو په حل کې ورسره د پام وړ مرسته کولی شي.

ګل بې بي چې خاوندی یې په نشه یي توکو روږدی دی او اوسمهال په یاد مرکز کې زده کړې کوي، له نورو مرسته کوونکو بنسټونو هم غواړي، چې د مېرمنو لپاره دې ته ورته ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ خلک کړېږي او غوښتنې یې هم دا دي، چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې د کوچنیو کاروبارونو په جوړولو کې ډېر کار وشي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.