زابلیان: د امربالمعروف لخوا لګول شوي بندیزونه د خلکو او طالبانو ترمنځ فاصله زیاتوي

وحيد الرحمن افغانمل

اطلاعات روز: د زابل اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف رياست له خوا سخت بندیزونه او تېزه رويه د ولس او د طالبانو د حکومت ترمنځ فاصله زیاتوي او د ستونزو زیاتیدو سبب ګرځي.

خو د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزير بيا وايي، د يو کال په جريان کې یې بې شمېره لاس ته راوړنې لرلې او د خلکو د اصلاح لپاره یې بنسټیز کارونه کړي دي.

وروسته له هغه چې د تېر کال اګست مياشت کې د افغانستان ټول واک د طالبانو سرپرست حکومت په لاس کې واخیست دغې ډلي د ښځو چارو وزارت او رياستونه لغوه کړل او پر ځای يې د ټولنې د اصلاح لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړ.

د طالبان د امر بالمعروف وزارت د دې وزارت او ریاستونو دنده په هېواد کې د جرمونو او فساد سره مبارزه یادوي.

پر ټولننیزو رسنیو ډیر کله داسې شکایتونه شوي چې په زابل ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو عام خلک او د سلمانیانو کارکوونکي وهلي ډبولي دي.

د سلمانيانو او حمامونو حال

د سلماني مخې ته يو وزګار سلمان په ډګ زړه راته وويل: «که مي نوم او ويډيو په رسنيو کې خپروې نو زه مرکه نه درسره کوم، ځکه بندیزونه ډیر شوي، داسې نه چې طالبان راپسې راشي او راته ووايي، چې ولې د امر بالمعروف رياست په کارونو کار لرې؟ هغه وخت به مې بیا څوک ځینې نشي خلاصولی.»

دی عادل نومېږي او په زابل کې يوه سلماني او حمام لري، نوموړي اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال طالبانو پر ږېرې خريلو او وېښتانو جوړولو بندېز لګولی او نه شي کولای له دې امر سرغړونه وکړي.

زابل کې طالبانو امر بالمعروف ریاست پر ږیره خریلو او سټایلي ویښتانو جوړولو بندیز لګولي او سلمانیان ترې سرغړونه نشي کولای. انځور: اطلاعات روز

هغه وايي، د پخوا په پرتله د ورتلونکو ځوانانو په شمېر کې شاوخوا ۸۰ سلنه کموالی راغلی او لا د کمېدو په حال کې دی.

ده وویل، پخوا به یې د هر کال تر وروستيو پورې څلورنيم لکه افغانۍ ګټلې خو پروسږکال او سږکال يې دوه لکه کالدارې نه دې ګټلي هغه څه چې د نوموړي په کاروبار کې خورا لوی توپير په نښه کوي.

عادل زياتوي، په دغه ولايت کې تر نيم ډېر ځوانان وزګار شوي هغه چاره چې د دوی پر کاروبار يې هم مستقيمه اغېزه کړې او ډېر شمېر سلمانیان یا نایان يې اړ کړي څو خپل دوکانونه وتړي.

نوموړی وایي، د طالبانو حکومت بايد په لومړي سر کې اوليتونو ته پاملرنه وکړي او وروسته واړه موضوعات را پورته کړي.

د ده په وينا، زابلي ځوانان اوس وخت کار ته اړتيا لري او د طالبانو سرپرست حکومت بايد ټولو ته د کار زمينه برابره کړي.

د عادل په شان ډېر شمېر سلمانیان اوس مهال د طالبان د يو شمېر بنديزونو له وجې بېکاره شوي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

له هغې جملې يو سردارولي دی، نوموړي اطلاعات روز ته زياته کړه چې اوس بېکاره دی او په کومې بلې دندې پسې ګرځي.

دی وايي، له کله نه چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست په زابل ولايت کې د ځوانانو پر ږیرې خريلو او سټایلي وېښتانو جوړولو بنديز لګولی خپله سلماني يې تړلې ده.

هغه چې اوس له اقتصادي ستونزو سرټکوي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو بېکاره ځوانانو ته دندې پيدا کړي او شته ستونزو ته ورسېږي.

سردارولي وويل، حکومت بايد په لومړي قدم کې اوليتونو ته ترجيح ورکړي او وروسته وړو کارونو ته فکر وکړي.

دی غوښتنه کوي ترڅو د طالبانو حکومت ورسره د دندې په پيدا کولو کې مرسته وکړي، ځکه په خبره يې چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسي بې وظيفې دی.

د هغه له قوله: «کوم کارونه چې بايد طالبانو وروسته کړي وای هغه اوس کېږي، موږ ته تر دغو شيانو له نړيوالو سره اړیکې جوړول مهم او حتمي دي، باره به مرستې را ايله شي، کنګ شوې پيسې به مو خوشې شي، هر يو اقتصادي ستونزې لرو، کومه حل لاره هم راته معلومه نه ده.»

د ‌دوی په شان هر يو دغه ډول نظرونه لري خو دا لا تراوسه نه ده معلومه چې د طالبانو سرپرست حکومت به نور پر کوم دود، رسم، رواج، سټايلونو او نورو موضوعاتو بندیز ولګوي.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده کندهار ولايت کې یوې لويې غونډې ته په خپلې وروستۍ وينا کې وويل، د شريعت قانون به بشپړ عملي کړي او د شريعت قانون پر سر به له هيڅ چا سره معامله ونکړي.

د عام وګړو پیغام

د زابل اوسېدونکي بيا د بېکارۍ پر ختمېدو او د بنديزونو پر کمېدو ټينګار کوي.

د شرافت الله په نوم یو کس اطلاعات روز ته وويل، د طالبانو سرپرست حکومت بايد په اول قدم کې اساسي کارونو ته پام وکړي، وروسته دا واړه مسایل را واخلي.

دی زياتوي، طالبانو ټول وړو کارونو ته ډیر اولويت ورکړی چې دې چارې له خلکو کار روزګار ورک کړی دی.

نوموړی وايي، د طالبانو د امربالمعروف رياست په دغه ولايت کې د موسيقۍ پر اورېدو، ږېري خريلو او سټایلي وېښتانو جوړولو سخت بندیزونه لګولي.

زابلیان وایي، طالبان باید لومړی اساسي او بنسټیر کارونه وکړي او وروسته دا واړه اصلاحات راولي. انځور: اطلاعات روز

هغه زياته کړه ياده چاره به د واکمن حکومت او خلکو تر منځ فاصله زیاته کړي او د ګټې پر ځای به ستونزې وزیږوي.

د نوموړي په وينا: «پر ږېرې خريلو او وېښتانو کوچني کولو بندیزونه وروستي کارونه دي، دا قانون په دوه ورځو کې عملي کېږي خو تر ټولو مهم د بېکاره ځوانانو پر دندو ګومارل دي، دې خلکو ۲۰ کاله په جمهوریت کې ژوند‌ کړی په يوه مياشت هرڅه د دوی په خوښه نه سره سمیږي.»

دغه راز جاويد معروف هم د طالبانو له امربالمعروف رياست څخه غوښتنه کوي چې په یو ځل دې پر خلکو ټول قوانین نه عملي کوي.

دی زياتوي چې زابل ولايت کې پر موسیقۍ، ږېرې خړيلو او جوړولو او د وېښتانو پر خارجي کټ کولو هم بنديز لګېدلی.

د معروف په وينا، که چېرې ډ طالبانو د امربالمعروف رياست ظلم وکړي نو په ډېر کم وخت کې به ډېري فاصلې رامنځته شي.

هغه وويل، اوس مهال بايد له بهرنيو هيوادونو سره د اړیکو ښه کېدو ته پوره پاملرنه وشي او نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورکړل شي.

معروف زیاتوي، ډېر داسې بندیزونه شتون لري چې له امله يې زابل کې د طالبانو د حکومت او عامو خلکو ترمنځ فاصلې رامنځته کړي.

دده په خبره: «بايد ‌لومړی غټ کارونه وشي او وروسته کوچني کارونو ته توجو وشي، زموږ غوښتنه دغه ‌ده چې بايد دې ډول کارونو ته لومړيتوب ورنکړل شي او اساسي کارونه وشي تر څو د بېکارۍ ستونزې حل شي، په دې ټول خبر دي چې دا هر څه له بېکارۍ څخه رامنځته کېږي.»

خو د طالبانو د امربالمعروف ریاست بیا د لاسته راوړنو خبره کوي او وایي، چې په تېر یوه کال کې یې ډیرو اصلاحاتو ته کار کړی دی.

د طالبانو د ام بالمعروف وزير د ېوې راټوليدنې پر مهال خلکو ویلي، چې دغه وزارت په ولايتونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او تر يو بريده يې د فساد مخه هم نيولې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزير شیخ خالد حنفي وايي، د يو کال په جريان کې بې شمېره لاسته راوړنې لرلي او په همدې موده کې يې د هېواد او خلکو لپاره بنسټیز کارونه کړي.

‎  د طالبانو د امر بالمعروف وزير ويلي، د پخوا په پرتله يې فساد کچه صفر ته راکښته کړې او د یو کال په جريان کې یې د ډېرو منکراتو او فحشاو مخه نیولې.

د طالبانو امربالمعروف ریاست خپلې کړنې لاسته راوړنې بولي او وایي، چې تېر یوه کال کې یې ډیر اصلاحات راوړي دي. انځور: اطلاعات روز

هغه زیاته کړې، په ټولنه کې يې شرعي حجاب عملي کړی او په وينا يې چې اوس مهال د افغانستان د خلکو له ‌خوا د حجاب مراعتول د اسلامي نړۍ لپاره يو افتخار او مثال دی.

حنفي له خلکو غوښتنه کړې څو د ټولنې په اصلاح کې خپل شرعي مسووليت ادا کړي او وايي، د ټولنې د اصلاح، د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شريعت په عملي کولو کې به د هيڅ چا فشار ته ارزښت نه ورنکړي.

دحنفي په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د ځوانانو د بېلارې کولو لپاره له ټولو ګمراه کوونکو لارو ګټه اخيستل شوې او اوس علماء، ځوانانو، د رسنیو کارکوونکو، فعالانو او خلکو  ته په کار ده ترڅو د ټولنې په اصلاح کې خپله رول ادا کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې زابل ولايت کې د ږېرې پر خړيلو، سټایلی ویښتانو جوړولو، موسیقۍ اورېدلو، په ودونو کې د پر سندرو او يو شمېر نور مسايلو بندېز لګېدلی چې خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.