انځور: کندهار ښاروالۍ

کندهار کې ۱۷ لا وارثه مړي خاورو ته وسپارل شول

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین وایي، هغه ۱۷ لا وارثه جسدونه یې خاورو ته سپارلي چې د تېرو اتو میاشتو راهیسې د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې ساتل کیدل.

د کندهار ښاروالۍ لپاره د طالبانو وياند زمري څرګند اطلاعات روز ته وويل، چې نن سهار (سې شنبه، ۸ د وږي) یې هغه جسدونه خاورو ته سپارلي چې په تېرو اتو میاشتو کې یې وارثین نه دي پیدا شوي.

څرګند وايي، دغو کسانو په سیلابونو، ترافیکي او نورو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او جسدونه یې د کورنۍ د غړو پیدا کیدو په موخه روغتون کې ساتل کیدل.

نموړی زیاتوي، تر دې وړاندې يې هم لسګونه نور هغه جسدونه د جنازې وروسته خاورو ته سپارلي چې د کورنۍ غړو درک یې نه و معلوم شوی.

د يادونې وړ ده چې د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کې د ډېرو هغه کسانو مړي ساتل کېږي چې د ترافيکي پېښو، سېلابونو او نورو پېښو په ترڅ کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.