ننګرهار کې معلولینو او د شهیدانو کورنیو د امریکا ضد لاریون وکړ

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن(چهارشنبه، ۹ د وږي) معلولینو او د شهیدانو د کورنیو یو شمیر غړو په افغانستان کې د امریکا او ناټو د جګړو، ورانیو او وروستیو نا وړه کړنو پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون یو ګډونوال عبدالوهاب اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، امریکا او ناټو په افغانستان کې د وروستیو جګړو، وحشتونو، بې وزلۍ، بې ځایه کیدو او وژلو او ټپیانو اصلي عاملین دي.

نوموړي له امریکا او ناټو څخه د قربانیانو، معیوبینو او د ویجاړو کورونو د تاوان غوښتنه هم وکړه.

عبدالوهاب زیاته کړه:«امریکا، ناټو، روسیه او ځینې نور هیوادونه د افغانانو اصلي دښمنان دي او دوی سره باید حساب وشي او ددې ترڅنګ دې په افغانستان کې د جګړو له امله معلولینو، شهیدانو کورنیو ته تاوان ورکړي او هم له نړیوالې محکمې غواړو چې د افغانانو حقونه دې ترې وغواړي.»

معلولینو له روسیې، چین او نورو هېوادونو هم وغوښتل  چې د طالبانو اوسنی حکومت دې په رسمیت وپېژني.

یو تن بل لاریون وال شیر خان بیا له طالب چارواکو هم غوښتنه کوي، چې له نړیوالو سره دې تعامل وکړي او ټول هغه شرطونه دې ومني چې نړیوال یې غوښتنه کوي.

شیرخان زیاته کړه:«نړۍ هم باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني او هم دې طالبان تعامل وکړي، څو دلته بنیادي پروژې پلې شي او په افغانستان کې شته حکومت نړیوال مشروعیت پیدا کړي.»

لاریونوالو دغه راز له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پېښو د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا پیسې د افغانانو دي او باید د افغانستان خلکو ته وسپارل شي.