هلمند کې د لاسي بم چاودنې د دوه وروڼو ژوند واخیست

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، پيښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۹ د وږي) د ګرشک ولسوالۍ په «قلعه ګز» کلي کې رامنځته شوي ده.

نموړی زیاتوي، پر دغه څلور کلن او شپږ کلن ماشومانو هغه وخت لاسي بم چاودنه کړې چې لوبې یې ورسره کولې.

د تیرې جګړې پاتې شوني تل ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان قرباني کوي.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.

ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ کیلو متره مربع خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.