انځور: اطلاعات روز

کندهار کې د «ميانکو» په نوم د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري د ۱۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د «ميانکو» په نوم د اوبو یو بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې ۶ لکه متر مکعبه اوبه به ذخیره کوي.

د دغه بند د جوړېدو چارې پنځلس مياشتې وړاندې پيل شوې وې او د طالبانو د سرپرست حکومت د ځايي مسوولينو له لوري نن (پنج شنبه، ۱۰ د وږي) د کندهار په نهمه ناحیه کې رسما ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کليو بيا رغونې او پراختيا وزير ملا محمد يونس اخندزاده وويل، چې د طالبانو سرپرست حکومت له يويشت کلنې جګړې وروسته اوس يو ځل بيا په افغانستان رغنيزې چارې پيل کړې دي.

هغه له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل ترڅو په هېواد کې بانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

دغه راز د طالبانو د سرپرست حکومت د کليو او پراختيا وزارت د ودانیزو چارو ریيس اسدالله عمار وويل، د‌ دغه بند پر جوړېدو ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او ياد لګښت د طالبانو حکومت د حکومتي بودجې څخه ورکول شوی دی.

نموړي زیاتوي، دغه بند د دوه سوه کاري ورځو په جريان کې جوړ شوی او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زياته کړه، د‌دغه بند په جوړېدو سره به د کندهار په نهمه ناحيه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت ستونزه حل شي او د دغې سيمې د سېلابونو ټولې اوبه به په همدې ميانکو بند کې ذخیره کېږي.

دعمار په خبره، یاد بند د ۶لکه متر مکعبه اوبو ذخبره کولو ظرفیت لري.

هغه وویل: «د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د بندونو، کانالونو او کاريزونو د جوړولو نور پلانونه هم لري چې له هغې جملې اوس مهال د کندهار په ډنډ او دامان ولسوالۍ کې د کانالونو ۱۲۳ پروژې تر کار لاندې دې.»

دغه راز کندهار کې ځايي اوسېدونکي هم د دې بند جوړیدو ته خوښ دي.

د محمد عثمان په نوم د کندهار د نهمې ناحیې اوسېدونکی وايي، په دې سیمه کې خلک وچکالۍ ډېر ځپلي او له ډیر ستونزو سره یې مخ کړي دي.

سره له دې چې د کندهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د اوبو بندونه جوړ شوي او پر ځينو نورو هغو لا کار روان دی خو بيا هم په دغه ولايت کې شاوخوا ۹۰ سلنه وګړي پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.