انځور: ټولنیزې رسنۍ

پر مولوي انصاري ځانمرګی برید؛ طالبان یې د غچ اخیستو خبره کوي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې د ګذرګاه جومات ملا امام په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

ښاغلي مجاهد د شوي برید نوعیت نه دی په ډاګه کړی، خو عاملینو ته یې د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی، نوموړي همدا راز ویلي چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي.

د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې مولوي مجيب الرحمن انصاري نن (جمعه، ۱۱ د وږي) له غرمې وروسته شاوخوا ١٢:۰۰ بجې جومات ته د تللو پر مهال د ځانمرګي بريد په ترڅ کې په نښه شو.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې «مجیب الرحمان انصاري د جمعې د لمانځه لپاره له خپل کور څخه جومات ته روان و، چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغه د لاس په ښکلولو سره ځان ته چاودنه» ورکړې ده.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په شوې پېښه کې د انصاري سربېره د هغه یو شمېر ملګري هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو په سیمه ییزه اداره کې یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د هرات ګذرګاه په جامع جومات کې د نن ورځې په چاودنه کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

خو دغه سرچینه وايي، ځانمرګي بریدګر په خپل بدن کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و، او ښاغلی انصاري یې هغه مهال په نښه کړ، چې له جوماته د وتلو په حال کې و. د دغې سرچینې په وینا، انصاري او د هغه یو شمېر ساتونکي وژل شوي دي.

ورته مهال د هرات سيمه ييزې ادارې هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې پېښه کې د مولوي مجيب الرحمن انصاري او د هغه د يوه ورور حبيب الرحمن انصاري په ګډون ١٨ کسان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.

د دغه اعلامیې له مخې، نن د جمعې لمونځ د مجیب الرحمن انصاري د یوه بل ورور فضل الرحمن انصاري له خوا په ګذزرګاه جومات کې ادا شو.

په هرات ولایت کې ځايي سرچينې وايي، د نننۍ چاودنې د مرګ ژوبلې شمېر لاهم کره نه دی او ښايي د شمېر نور هم لوړ شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته د هرات ګڼ شمېر اوسېدونکي د هرات د حوزوي روغتون دروازې مخې ته ورغلي او طالبان یې د خورولو هڅه کوي.

مولوي انصاري څوک و؟

مولوي مجیب الرحمن انصاري د هرات د ګذرګاه شریف جومات ملا امام و. هغه د طالبانو واک ته د رسیدو یو له مهمو ملاتړو څخه و او حتی ادعا یې کوله چې له ملا هبت الله اخندزاده سره یې لیدلي دي.

هغه د ښځو د جامو د اغوستو په اړه سخت نظر درلود او وخت په وخت یې په دې مسله کې دریځ کلک و. نوموړی یو له سخت دریځو ملایانو څخه و، چې د تېر حکومت پر مهال یې څرګندونې ډېر غبرګونونه را پارولي وو.

انصاري د ۱۳۹۹ لمریز کال کب میاشت کې په یوه بیان کې ویلي وو، چې څوک د [جمهوري] نظام ملاتړ کوي لویه ګناه یې کړې ده. هغه دا هم ویلي و، چې کوم علما اوسنی نظام تاییدوي د یهودو او مسیحی علماوو له ډلې څخه دي.

مجیب الرحمن انصاري همداراز د طالبانو په ملاتړ د علماوو او قومي مخورو په لویه غونډه کې چې د روان کال د چنګاښ په ۹مه په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، ویلي و،  هر هغه څوک چې د طالبانو د حکومت پر ضد سر پورته کوي، باید سر ترې غوڅ شي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

مولوي مجیب الرحمن انصاري د هرات په ګذرګاه جومات کې په داسې حال کې په ځانمرګي برید کې په نښه شو، چې له برید څو دقیقې وړاندې یې د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په اقتصادي ناسته کې ګډون کړی و.