کندهار کې يو کس خپل زوی او ميرمن په ډزو ويشتلي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت د ښار په دویمه حوزه کې يو کس خپل زوی او ميرمن په ډزو ویشتلي او سخت یې ټپيان کړي دي.

کندهار کې د طالبانو د دویمې حوزې امر ملا شير علي وايي، تېره شپه (جمعه، ۱۱ د وږي) د يادې حوزې اړوند د «نورزو شاه برج» سيمه کې يو کس د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي او هغوی یې سخت ټپيان کړي دي.

نوموړی زیاتوي، کوم کس چې د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي دوست محمد نومېږي او د طالبانو امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

دی وايي، یوازې مور او زوی ټپیان شوي نور چا ته په یاده پیښه کې زیان نه دی اوښتی.

د ده په خبره، پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او ټپیان ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې کندهار ولایت کې د کورني جنجالونو له کبله دغه ډول پېښې ډېرې شوې دي.