انځور: اطلاعات روز

پکتيا کې د جلغوزو غوټو پر سر شخړه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د دې ولایت په جانيخيلو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزيو غوټو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، نن (شنبه، ۱۲ د وږي) سهار ۱۰:۰۰ بجې د پکتيا ولايت د جانيخیلو  ولسوالۍ اړوند «وچې خولې» سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزيو د غوټو په سر شخړه شوې چې د يوې کورنۍ پکې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو امنيې قوماندانۍ وياند عمر بدري وايي، د پېښې له ځايه يو جسد او درې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په جانيخیلو ولسوالۍ کې يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې شخړه د «دخي خېلو» قوم د دوو کورنيو تر منځ رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا اوس مهال په سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ وسله وال کسان يو بل ته په ماشه شوي دي.

په پکتيا ولايت کې د جلغوزيو، ځمکې او نورو کلتوري مسايلو په سر قومي ستونزې رامنځته کيږي، چې ډیری يې په تاوتريخوالي تمامې شوې دي.