اطلاعات روز: پاکستاني ځواکونو د کندهار سپين بولدک-چمن ترمنځ لار کې پر افغان پلار او زوی ډزې کړي او سخت یې ټپیان کړي دي.
د کندهار سپين بولدک کې یوې ځايي سرچينې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، نن (شنبه، ۱۲ د وږي) پاکستاني ځواکونو د سپين بولدک-چمن ترمنځ د دوستۍ دروازې په جالونو کې پلار او زوی په ډزو ويشتلي او سخت یې ټپيان کړي دي.
د سرچينې په خبره، ټپیان شوي پلار او زوی امادالدین او نذیر احمد نومیږي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
په همدې حال کې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ د کمیسارۍ مسوولينو اطلاعات روز ته دغه پېښه تاييدوي خو وایي، کوم زوی او پلار چې د پاکستاني ځواکونو له لوري ویشتل شوي د سپین بولدک هاغه غاړې چمن کې ګډوال دي.
سره له دې چې د طالبانو ځايي مسوولينو او ګاونډ پاکستان چارواکو په ځلونو د دواړو هېوادونو له خوا د تلونکو مسافرو پر ستونزو خبرې کړي خو بيا يې هم کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې.