اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهه» وايي، په تېر یوه کال کې د دغې جبهې ۱۲۱ غړي د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
دغې جبهې نن (شنبه، ۱۲ د وږي) د خپل کلني راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې د «مقاومت جبهې» د غړو له خوا تر ۷۱۵ ډېر طالبان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
«مقاومت جبهه» وايي، چې د دغې جبهې د ځواکونو شمېر درې زرو تنو ته رسېږي او دغه ځواکونه د هیواد په پنځو ولایتونو پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان او کاپیسا کې شتون لري.
دغې جبهې په خپل کلني راپور کې طالبان د جګړې له بندیانو سره په غیر انساني چلند تورن کړي او ویلي یې دي چې دغې ډلې لسګونه ملکي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي.
د «مقاومت جبهې» ویلي دي چې د دغه بهیر په ترڅ کې یې لسګونه طالب ځواکونه له نیول کیدو وروسته خوشي کړي او له هغوی سره یې انساني او اسلامي چلند کړی دی.
د دې جبهې په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې وژنې او بشري ضد جنایتونه کړي دي.
د «مقاومت جبهې» ادعا کړې، چې د یوه کال په موده کې تر دوه زره او ۲۲۹ ډېر پخواني پوځيان او ملکي وګړي چې ماشومان، ښځې، خبریالان، مدني او سیاسي فعالان پکې شامل دي، د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او په ډزو وژل شوي دي.
د «مقاومت جبهه» وايي، دغه شمیرې د باوري سرچینو، سیمه ییزو مشرانو او اوسېدونکو، د قربانیانو د کورنیو د غړو او مدني فعالانو په مرسته راټولې کړې دي.
د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا د بې ګناه خلکو د وژلو تر ټولو لوړه کچه په پنجشیر، تخار او د بغلان په اندراب او خوست ولایتونو ده.
خپلواکو سرچینو هم وار وار طالبان په هغو سیمو کې د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي چې دغه ډله د وسله وال مقاومت سره مخ شوې. دا ډله بلخاب کې د دوی د هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد پر پوستو د بریدونو پر وخت د څه باندې ۵۰ ملکي وګړو په وژلو تورنه ده. طالبان دغه تورونه رد کړي دي. دغې ډلې تر اوسه د «مقاومت جبهې» راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
اطلاعات روز ورځپاڼې هم د روان کال د اګسټ تر ۱۵مې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د ویشتلو او شکنجه کولو لږ تر لږه ۲۹ پېښو راپور ورکړی، چې په ترڅ کې یې ۳۸ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.