اطلاعات روز: ننګرهار کې غالۍ اوبدونکې میرمنې وایي، د دوی په لاس جوړې شوې قالینې په اروپایي بازارونو کې د پاکستان په نوم پلورل کیږي.
ننګرهار ولایت کې يوه خصوصي شرکت ۳۰۰۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې چې موخه يې په دې برخه کې د کورنيو توليداتو زياتوالی او د ښځو پر ځان بسيا کول دي.
د «درهنور برادران د قالين اوبدنې شرکت» چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په ختيځو ولايتونو کې د غالۍ اوبدنې په برخه کې کار کوي، مسوولين يې وايي چې ښځې باید له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي.
د یاد شرکت مرستيال محمدطاهر افتخار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د يوه بل بنسټ په مالي مرسته يې دغه کار ته ملا تړلې، چې دغو ۳۰۰۰ زدهکوونکو له ډلې يې يو شمېر په لغمان او کونړ ولايتونو کې هم فعالیت کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې هرې زدهکوونکې ته د دې ترڅنګ چې غالۍ اوبدل ور زده کېږي، د مياشتې ۱۲زره افغانۍ معاش هم ورکوي چې کورنۍ يې د زدهکړو اجازه ورکړي.
هغه زياته کړه، دغه شرکت چې د زون په کچه کار کوي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې يې کار پيل کړی او اوسمهال د ننګرهار په ۱۴ ولسواليو کې کاريګر، کارځايونه او شاګردان لري.
په دې کار خونو زیاتره یې هغه میرمنې دي چې د کورنۍ له نورو چارو ترسره کولو سره سره د قالین اوبدل هم کوي.
افتخار زیاته کړه:« مونږ په دره نور ولسوالۍ کې د یو بل بنسټ په مالي ملاتړ میرمنو لپاره د قالین اوبدلو په برخه کې ۳۰ زره میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې او لا هڅه کې یو چې میرمنو ته دحرفوي زده کړو په برخه کې کار وکړو، خو د مارکېټنګ په حساب باندې موږ ډېر کمزوري يو، زموږ قالينې نورو هېوادونو ته ځي، مشکل دا دی چې کار په افغانستان کې کېږي، نوم يې د بل هېواد وي.»
د قالین اوبدلو د یاد شرکت مسول وایي، ډیر کله یې تولید شوې قالینې پاکستاني سوداګر اخلي او بیا یې په اروپایي بازارونو د پاکستان په نوم پلوري.
هغه وایي، افغانۍ قالینې په اروپایي هیوادونو کې ځانګړی نوم لري او د دغه صنعت د پرمختیا لپاره حکومت ته لازمه ده، چې په ملي او نړیواله کچه غالیو ته بازار موندنه وکړي.
هغه زیاته کړه:«دلته چې کومې قالینې اوبدل کیږي سوداګر راځي او دا پاکستان ته صادریږي او مارکیټ یې هم کمزوری دی، خو له دې ځایه چې کله بهرنیو هیوادونو ته صادریږي هغوی په خپل نوم نورو نړیوالو بازارونو ته صادروي؛ چې دا زمونږ لپاره ستونزې پیدا کوي.»
د قالین اوبدولو په یاده کارخونه کې زدهکوونکې او استادانې چې ټولې يې نجونې او ښځې دي، خوښي څرګندوي چې که د ښوونځي د زدهکړو زمينه ورته برابره نه ده، نو دا زدهکړې يې پر خپلو پښو درولای شي.
فریبا چې له تېرو لسو کلونو راهیسې يې غالۍ اوبدنه پيل کړې او اوس په يوه مرکز کې روزنکې ده وايي، میرمنو لپاره د دا ډول کسبونو برابرول د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ډېرې ښې دي او بايد نورې موسېسې او شرکتونه هم د کورنيو د پرځان بسياينې لپاره ورته زمينې برابرې کړي.
فریبا زیاتوي: «دلته په دې کار ځای کې ډیرې میرمنې راځي او په ډیرې علاقې سره د قالین اوبدلو کسب زده کوي،اوس د زدهکړو درېيمه مياشت روانه ده، قالين اوبدل يې ښه زده کړي، شپږو مياشتو پورې به روزنه ورکوو، تر هغې وروسته دوی بيا کولای شي چې په خپل کور کې قالينې جوړې کړي او کورنۍ سره په اقتصاد کې مرسته وکړي.»
د رابعه په نوم يوې زدهکوونکې چې څلور کال کیږي له پاکستان راستنه شوې، ډېره خوښه ده چې هم ورته مياشتنی معاش ورکول کېږي او هم کار زده کوي څو په راتلونکي کې په خپله خپل کور کې قالينې واوبدي.
هغې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کورنی اقتصاد یې ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو دی، خو له حکومت غوښتنه کوي؛ چې د دوی په لاس جوړو شویو تولیداتو ته دې د مناسب بازار په لټه کې شي.
ښځینه فعاله حبیبه اشنا په سوداګریزه برخه کې میرمنو ته د کاري زمینې برابرول مهم بولي او تمه لري چې په کور دننه د کار پیدا کیدو سره به د میرمنو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په کمیدو کې هم مهم رول ولري.
اشنا زیاتوي:«د افغان میرمنو لپاره چې په هره برخه کې د کار زمینه برابریږي ډیره د خوشالۍ خبره ده، ځکه په اوسني وخت میرمنې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که چیرې ورته په کور دننه د کار زمینه برابره شي؛ نو د دوی اقتصاد هم پیاوړی کوي او هم کورنی تاوتریخوالی ورسره کمیږي.»
د اقتصادي چارو پوهان وایي، په ملي او نړیواله کچه غالیو ته د بازار موندنه یواځینی هغه بله لاره ده چې د دې غالیو اوبدونکو اقتصادي وضعیت لا پياوړی کولای شي .