اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز لښګرګاه کې یو ملکي کس وسله والو غلو وژلی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد هلمندی وایي، یاده پیښه تېره شپه (شنبه،۱۲ د وږي) ۱۰:۰۰ بجې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د نهمې امنیتي حوزې «ولي کرم» هدیرې سیمه کې رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي، د برهان الدین په نوم یو کس چې د ناوې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، د وسله والو غلو لخوا وژل شوی دی.
د طالبانو ددغه مسول د معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې غلو لومړی پر موټرسایکل چلونکي ډزې کړي او ژوبل شوی، چې ورسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
حافظ راشد زیاته کړه غلو د وژل شوي کس موټرسایکل هم له ځانه سره وړی دی.
هغه وایي، طالب ځواکونه هڅه کوي چې د یادې پیښې عاملین ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په سویلي ولایتونو کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.