د بریتانیا د پارلمان غړي: هزاره ګان د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي

اطلاعات روز: د بریتانیا د پارلمان غړو د یوې څېړنې پایلو په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان هزاره ګان د «طالبانو او د داعش د خراسان څانګې» له خوا د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

دا څیړنې د بریتانیې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د پنځو غړو او کارپوهانو د یوې ډلې له خوا «په افغانستان او پاکستان کې د هزاره ګانو لپاره د عدالت تامین او د جنایتونو د ښکاره کولو په موخه» ترسره شوی دي.

د دې څیړنو راپور تیره ورځ (شنبه، ۱۲ د وږي) د «افغانستان د هزاره ګانو وضعيت» تر سرليک لاندې خپور شوی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه؛ دې بدلون د هزاره ګانو پر وضعیت د پام وړ اغیز کړی او د دې توکمیزې ټولنې پر وړاندې د تبعیض کمولو شل کلنه مبارزه په بل مخ اړولې ده.

د دغه راپور له مخې، واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په ټول افغانستان کې هزاره ګان له تاوتریخوالي او وحشت سره مخامخ شوي دي.

د برتانیې د پارلمان د غړو راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمايي کې په هدفي بریدونو کې د هزاره ټولنې سلګونه غړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې پداسې حال کې چې د هزاره ګانو پر وړاندې د سختو جرمونو روښانه شواهد شتون لري، خو «په ډیر احتمال سره چې دا به د یخ د غره یو ټوټه وي.»

دغه راز په راپور کې ویل شوي، چې د دې حقیقت له امله چې په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې جدي خطر شتون لري، دولتونه باید د نسل وژنې کنوانسیون د لومړۍ مادې له مخې د خپلو مکلفیتونو سره سم د هغې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

راپور د انګلستان له حکومت غوښتل شوي، چې د هزاره ګانو وضعیت وڅاري او د جرمونو شواهد راټول او خوندي کړي.

ویل شوي چې د انګلستان حکومت دې دا ارزونه وکړي چې ایا هزاره ټولنې د انګلستان لخوا چمتو شوي بشردوستانه مرستو ته لاسرسی لري یا نه.

د بریتانیا د پارلمان غړو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د هزاره ګانو وضعیت په بشپړه توګه وڅېړي او د دې ټولنې پر وړاندې د جرمونو شواهد خوندي وساتي.

دوی له ملګرو ملتونو هم ورته غوښتنې کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان باید ډاډ ترلاسه کړۍ چې هزاره ګان ته بشري مرستې رسیږي.