انځور: ټولنیزې رسنۍ

نیمروز کې څه باندې ۱۹۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش پېل شو

اطلاعات روز: د خوړو نړيوال سازمان یا WFP د نيمروز چهار برجکي ولسوالۍ کې پر ۱۹۰۲ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د ویش لړۍ پېل کړه.

نيمروز کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د خوړو نړيوال سازمان د OHA موسېسې په تخنيکي همکارۍ د نيمروز ولايت په چهاربرجکي ولسوالۍ کې پر ۱۹۰۲ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل کړې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس مفتي حبیب الله الهام وایي، يادې کورنۍ چې ډيرې يې د تيرو جګړو زيانمنې او بې سرپرسته پکې شاملې دي د طالبانو د کليو او پراختيارياست لخوا څخه يې څه موده وړاندې سروې ترسره شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ هرې بې وزله کورنۍ ته ۷۵ کیلو اوړه ، ۶.۸۳ کیلو غوړي، ۹.۳۸ کیلو دال، ۲.۵ کیلو د ماشوم خواړه، ۷۶۰ ګرامه مالګه او همدا راز ۴.۵ کیلو ګرامه هغو مېرمنو ته، چې بچي لري پوډري شیدې ورکول کيږي.

د ده په خبره، د يادو مرستو د ويش لړۍ د وړمې ورځې (شنبه، ۱۲ د وږي) راهیسې پېل شوې، چې تراوسه پورې يې ۴۰۵ کورنيو ته دغه خوراکي توکي ويشلي او لاهم ياده لړۍ دوام لري.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې په خلکو کې بیوزلي خوره شوې او ډير شمير عام وګړي دا مهال يوازې د نړيوالو سازمانونو د مرستو په ملاتړ ژوند تيروي.