دطالبانو د وياند له‌خبرداري وروسته لاهم پکتيا کې‌نجونې ښوونځیو ته نورمال تګ‌راتګ کوي

اطلاعات روز: له هغه خبرداري وروسته چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وړمه ورځ په پلازمينه کابل کې د خبري ناستې پرمهال پکتيا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د خپلسري پيلېدو په اړه د څېړنو خبر ورکړ، خو نن (چهارشنبه، ۱۶ دوږي) هم د دغه ولايت په مرکز ګردېز او څمکنيو ولسوالۍ کې له کوم خنډ پرته ښځينه زده کوونکې د زده کړو لپاره ښوونځيو ته تللي او د ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکړل شوې دي.

په ګردېز ښار کې د نسوان شهري لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې وږمې منګل اطلاعات روز ته په لېږل شوي پيغام کې وويل، چې د تېرو ورځو په توپير نن په ښوونځي کې د زده کوونکو شمېر دوه برابره زيات و.

د هغې په وينا د ښوونځي په پيل سره يې ټولګيوالې خورا د خوښۍ احساس کوي، خو وږمه وايي، ځينې زده کوونکې له دې امله په اندېښنه کې دي چې طالبان به يې يو ځل بيا د زده کړو په مخ د ښوونځيو دروازې وتړي.

هغه وايي: «مونږ نن اته بجې ښوونځي ته لاړو، د نن ورځې توپير دا و چې تېره هفته زمونږ ښوونځي پيل شوي خو ډيری زده کوونکو د راتګ زړه نه ښه کاوه ولې نن بيا په زياته کچه نجونې درس ته راغلې وې.»

په همدې حال کې بيا د دغې لېسې يوې ښوونکې د نوم نه څرګندولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دوی وېره لري که طالبان بيرته دغه ښوونځي وتړي نو د نجونو راټوکېدلې هيلې به په اوبو لاهو شي.

هغه وايي ښوونکي چمتو دي چې له معاش پرته خپلو زده کوونکو ته د زده کړو بهير په مخ يوسي.

ښوونکې وويل: «مونږ ته که څوک معاش هم را نکړي مونږ چمتو يو چې خپلو نجونو ته په ښوونځي کې درس ورکړو، خو په شرط د دې چې طالبان يې بيرته بند نه کړي.»

په پکتيا ولايت کې د نجونو ښوونځيو پيلېدل د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي، له اووم ټولګي پورته دغه ښوونځي د پکتيا ولايت د قومي مشرانو او د ښوونځيو د مديرانو له لوري پيل شوي، خو د دې ولايت د پوهنې رياست مسوولينو ويلي چې ياد کار د خلکو په خوښه ترسره شوی او دوی يې مخالفت نه کوي.