انځور: خواله رسنۍ

هلمند کې د خپل منځي شخړو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبل اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولايتي مسوولین خبر ورکوي، چې تېره یوه اونۍ کې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د خپل منځي شخړو له امله یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې يوې اوونۍ په جريان کې د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ګرشک، کجکي، ګرمسېر، او باباجي ولسوالیو کي جلا پیښې رامنځته شوي چې یو کس پکې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې ډیری یادې شخړې د ماشومانو او ځمکو پر سر رامنځته شوي دي.

دغه خپرپاڼه زیاتوي، چې ځایي طالب مسوولینو يادو شخړو او جنايي جرمونو کې ښکيل يو شمير کسان نيولي او دا مهال ترې څيړنې روانې دي.

هلمند د هیواد په سویلي ولایتونو کې یو له هغو څخه دی چې په دې وروستیو کې پکې د خپلمنځي شخړو له امله د مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی دی.