اطلاعات روز: تخار کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې یوه ۴۳ کلنه میرمن چې د څلورو ماشومانو مور وه په ډزو وژلې ده.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه میرمن پرون جمعه (۱۸ د وږي) د دشت قلعه ولسوالۍ په «آبينوآباد» کلي کې په ډزو وژل شوې ده.
د سرچينې په وينا، دغه مېرمن قنديګل نومېده او د څلورو ماشومانو مور وه.
د قنديګل د وژلو لامل تر اوسه نه دی څرګند او په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د وژنو او صحرایي محکمو دا لومړنۍ پيښه نه ده.
دوه اونۍ وړاندې طالبانو په تخار ولایت کې هم یو پخوانی سرتیری په ډزو وژلی و.