SM

طالبانو سمنګان ولایت کې «د ترافیکو د یوه افسر غوږ پرې کړی»

اطلاعات روز: طالبانو د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ترافیکو د یوه مامور غوږ پرې کړی دی.

عيني شاهدان وايي، چې د طالبانو څلورو غړو تېره ورځ (جمعه، ۱۸ د وږي) ماسپښین مهال لومړی یاد مامور وهلی او وروسته يې په بې رحمانه ډول ورته غوږ پرې کړی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو وروسته له هغه د ترافيکو د دغه مامور غوږ پرې کړی، چې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه یې د دوی موټر درولی و.

په هغه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، لیدل کېږي چې د طالبانو نور غړي له قرباني شوي ترافیکي افسر څخه د هغو کسانو په اړه پوښتنې کوي چې غوږ یې ترې پرې کړی. د دغه ترافیکي افسر مخ او جامې په وینو ککړې ښکاري.

سمنګان کې د طالبانو ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.