د کابل-کندهار لار د ګازو یوه ټانکر موټر د اوښتو له امله تړل شوې

اطلاعات روز: زابل کې ځايي اوسېدونکي وايي، د کابل-کندها لويه‌ لار د ګازو یوه ټانګر د اوښتو له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه ولايت يو تن قومي مشر شريف الله اطلاعات روز ته وويل، چې ياده لاره د تېرې شپې (شنبه، ۱۹ د وږي) له يوې بجې راهیسي د مسافرو پر مخ بنده ده.

دغه قومي مشر وايي، چې دا لار د زابل د «نو رک» په سيمه کې د ګازو ټانکر د اوښتو له کبله بنده شوې ده.

نوموړی زياتوي، د ګازو يوه ټانکر چې غوښتل يې مخ واړوي د پله نشتون له امله لاندې لوېدلی او ټوله لاره يې د مسافرو پر مخ بنده کړې ده.

دده په خبره، چې زابل کې د طالبانو د ترافيکو مسوولينو تر اوسه ياده لاره نه ده پرانستې او په سلګونه موټر بند پاتتې دي.

هغه زیاته کړه، چې بند پاتې مسافرو کې ناروغان، سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي او د طالبانو حکومت مسوولين بايد ورته رسیدنه وکړي.

افغانستان کې د لويو لارو بندېدو تر ټولو لوی لامل د سړکونو خرابوالی يادېږي چې هر کال يې له کبله لسګونه ټکرونه هم رامنځته کېږي.