اطلاعات روز: پروان کې ځایي سرچینه وایي، چې طالبانو د دې ولایت په غوربند دره کې د تیر حکومت یو نظامي تر نیول کیدو وروسته وژلی او جسد یې ورته کورنۍ ته سپارلی دی.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پخوانى نظامي محرمعلي نومېده او په تېر حکومت کې د پروان غوربند دره کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو محرمعلي د تېرې جمعې ورځ (١٨ سنبله) د ترکمن درې له خاکريز سيمې څخه بیولی دى.
د سرچينې په وينا، طالبانو تېره شپه (شنبه، ۱۹ د وږي) د دغه پخواني سرتېري جسد سياهګرد ولسوالۍ ته استولی دی.
د سرچينې په خبره، د محرمعلي جنازه کابل ته وړل شوې او نن به د پلازمېنې په اميد سبز ښارګوټي کې خاورو ته وسپارل شي. کورنۍ یې په کابل کې ژوند کوي.
د پروان لپاره د طالبانو وياند کامران حبيبي په غوربند کې د محرم علي په نوم د يوه کس د نيولو او وژلو خبره ردوي.
په داسې حال کې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې مګر بیا هم دغه ډله څو، څو ځلي د تېر حکومت د ځواکونو به وژلو تورنه شوې ده.