اطلاعات روز: پنجشیر کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت دره ولسوالۍ کې د عبدالله خېلو سیمې اوسېدونکي «یرغمل» نیولي دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو د عبدالله خېلو سیمې اوسېدونکو ته ویلي چې د درې ولسوالۍ ښځې او نر «بغاوتګر دي او موږ د ټولو سره حساب کوو.»
طالبان د دغې ډلې پر وړاندې ودریدل «بغاوت» بولي او د «مقاومت جبهې» غړي د بغاوتګرو او باغیانو په نوم یادوي.
په دره ولسوالۍ کې یوه بله سرچینه بیا وایي، هغه موټر چې د کابل پر لور روان وو، په دې دره کې د جګړې له امله بند پاتې دي او طالبانو لار تړلې ده.
د سرچينې په وينا، دا مهال د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ د عبدالله خېلو درې په « کوکزار» سيمه کې جګړه روانه ده.
په ورته وخت کې د پنجشیر پېریان ولسوالۍ کې سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ د کرونګرو څپرو ته اور ورته کړی دی.
په دې وروستیو ورځو کې د پنجشیر ځینې برخې د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې. د «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.