انځور: استول شوی

سپین بولدک کې ځایي تجارانو سیلاب ځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ځايي تجارانو له شپږ زره سېلاب ځپلو کورنيو سره ۱۰ميليونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

کندهار کې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریيس ملا حمدالله وارث وايي، ياده مرسته تېره ورځ (دوشنبه، ۲۱ د وږي) په دغې ولسوالۍ کې د ځايي تجارانو له لوري ترسره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د مرستو دغه پروسه په شفاف ډول ترسره شوې او هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته د یوې ویجاړې شوې خونې به بدل کې شپږ زره کالدارې ورکول شوې.

د يادونې وړ ده چې د وروستيو سېلابونو له امله د کندهار د نورو ولسواليو ترڅنګ په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د دې ولسوالۍ خلک د طالبانو له حکومت او همکارو موسېساتو څخه غوښتنه کوي ترڅو مرستې ورسره وکړي او د کورونو په بيا جوړولو کې یې لاس نيوی وکړي.