انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

پنجشیر کې له بشري حقونو د سرغړونې ادعا؛ ملګرو ملتونو سخته اندیښنه څرګنده کړه

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وايي، چې په پنجشېر او نورو سیمو کې د بشري حقونو جدي سرغړونو ادعاوو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دغه دفتر نن (چهارشنبه، ۲۳ د وږی) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې « ښکېل لوري روښانه نړیوال مکلفیتونه لري؛ چې یو له هغو یې د اسیرانو احترام دی.»

یوناما زیاته کړې، چې وضعیت څاري او غوښتنه کوي چې هر ډول جنایت ترسره کونکي باید عدالت ته راښکل شي.

سرچینې وايي، طالبانو په دې وروستیو ورځو کې پنجشیر کې د «مقاومت جبهې» اته غړي نیولي او بیا یې په ډزو وژلي دي. «مقاومت جبهه» وايي، طالبانو په دې کار سره یو جنایت  ترسره کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د بندیانو د ویشتلو ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالب غړي په یوه کس ډزې کوي.

طالبان تر دې وړاندې هم څو ځلي د بندیانو د وژلو او سرونو په پرې کولو تورن شوي دي.