انځور: جیو نیوز

پاکستان په افغانستان کې له طالبانو وغوښتل چې د جیش محمد ډلې مشر ونیسي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې له طالبانو غوښتي، چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر دې ونیسي.

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې طالبانو ته د مسعود اظهر د تعقیب او نیولو لپاره یو لیک استولی دی.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې لوېدیځ قدرتونه پر پاکستان فشار راوړي چې د اظهر پر وړاندې اقدام وکړي چې د ملګرو ملتونو له خوا د تروریستي ډلو د مشرانو په توګه پیژندل شوی دی.

د جيو نيوز د راپور له مخې، پاکستاني لوري د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه ليک کې د دغې ډلې له چارواکو غوښتي چې اظهر پیدا  او ونیسي.

دغې رسنۍ د یوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي چې پاکستاني چارواکي باور لري چې اظهر «افغانستان کې کوم ځای پټ دی».

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اظهر شاید په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې موجود وي.

جیونیوز لیکلي، چې تر اوسه دا نه ده تایید شوې، چې ایا اظهر پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان ته تللی او که وروسته.